د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي کردانو د سنجار ښار ونیو


اوس کردي پیشمرگه ځواکونه پر ښار واکمن دي.
اوس کردي پیشمرگه ځواکونه پر ښار واکمن دي.

د عراق د کردستان د خودمختاره سیمې مشر مسعود بارزاني د جمعې په ورځ وویل چې کردي جنگیالیو د سنجار ښار د اسلامي دولت د ډلې څخه ونیو. دا ښار نژدې یو کال د داعش تر کنترول لاندې و.

ښاغلي بارزاني وویل "غواړم چې د سنجار د ښار د آزادۍ اعلان وکړم." هغه په خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې کردي ځواکونو ددې ښار په مرکز کې خپل بیرغ اوچت کړ.

د داعش جهادیانو په ٢٠١۴ کال کې د عراق په گوټ گوټ کې د خپلو بریدونو په ترڅ کې د سنجار په ښار کې د ایزدی لږکیو په زرگونو کسان ووژل او مریان یې کړل.

د دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په تونس کې په خبرو کې وویل چې پوره ډاډمن و چې د سنجار ښار به په څو ورځو کې د کردي پیشمرگه ځواکونو له خوا د امریکایي هوایي ځواکونو په مرسته آزاد شي.

د کردي ځواکونو قوماندان وویل چې پیشمرگه ځواکونه د جمعې په ورځ د سنجار په ښار کې د اسلامي دولت د ډلې له لږ مقاومت سره مخامخ شول چې ښایي هغوی په شا تگ کړی وي او یا هم نوې جگړې ته به تیاری نیسي.

XS
SM
MD
LG