د لاس رسي وړ اتصالات

ولې افغانستان د داعش ډلې لپاره مهم دی


نړیوال او یو شمېر افغان چارواکي وايي اسلامي دولت ډلې ته وفاداره اورپکو په افغانستان کې په یو شمېر سیمو کې خپل حضور زیات کړی دی.
نړیوال او یو شمېر افغان چارواکي وايي اسلامي دولت ډلې ته وفاداره اورپکو په افغانستان کې په یو شمېر سیمو کې خپل حضور زیات کړی دی.

یو شمېر چارواکي، پوځي او سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې ځان ته د ځای موندلو هلې ځلې کوي، ځینې سیمې یې نیولي دي او د عراق او سوریې په څېر یې په دغو سیمو کې هم خپل سخت قوانین پلي کوي.

په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې موجودیت له څو میاشتو راهیسې، دواړه افغان او نړیوال مقامات اندېښمن کړي دي، افغان چارواکي خبرداری ورکوي چې دغه ډله د هېواد په یو شمېر سیمو کې خپلو لیکو ته د طالبانو په ګډون د نورو جګړه مارو ډلو د غړو په جذبولو او ګمارلو بوخته ده.

د نړیوالو ځواکونو او سیمه اییزو افغان چارواکو یو شمېر سرچېنو ویلي دي چې د اسلامي دولت ډلې ته وفاداره اورپکو د هېواد په یو شمېر سیمو کې خپل حضور زیات کړی دی او په ځینو سیمو کې یې له طالبانو سره سخت جنګ هم کړی دی.

خو لا هم داسې شکونه شته چې آیا په افغانستان کې د تورو بېرغونو دغه لېږدوونکي جګړه ماران، د هماغې ډلې کسان دي چې په عراق او سوریې کې فعالیت کوي؟

دوی هماغه داعشیان دي؟

افغان چارواکي لا هم هڅه کوي چې د دغو سیمه اییزو جګړه مارانو او په عراق او سوریې کې د رښتینې داعش ډلې ترمنځ د مالي او عملیاتي چارو رابطه معلومه کړي.

خو، له دې هر څه سره سره، دغه جګړه ماران چې، دعوه کوي د داعش ډلې غړي دي، شمېر یې ورځ په ورځ زیاتیږي.

داعش په عراق او سوریې کې یو شمېر لرغوني اثار ولوټل او په تور بازار کې یې خرڅ کړل.
داعش په عراق او سوریې کې یو شمېر لرغوني اثار ولوټل او په تور بازار کې یې خرڅ کړل.

په دغو جکړه مارانو کې یې ځینې هغه پخواني طالبان دي چې، له طالبانو بیل شوي او د داعش تور بېرغ یې پورته کړی دی.

افغان چارواکي وايي دوی په هغو سیمو کې چې نیولي یې دي، طالبانو ته یې یو شمېر وفاداره کسان وژلي، د نجونو ښوونځي یې تړلي او لسګونه هغه ولسي خلک یې هم وژلي دي چې د دوی د سختو تګلارو پر ضد درېدلي وو.

د پنجشنبې په ورځ په اروپا کې د ناټو یو امریکايي قوماندان جنرال فلیپ بریډلف د داعش ډله یو رامنځ ته شوی ګواښ وباله چې د هغه په وینا په بېلا بېلو ځایونو کې یو شمېر سیمې لاندې کړي.

ننګرهار د داعش مرکز

د افغانستان د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په خبره، له پاکستان سره پر ګډه پوله پروت، ننګرهار ولایت هغه سیمه ده چې، داعش په کې په لومړي ځل د پښو اېښودلو ځای پېدا کړ.

په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر وايي "د د اعش ډله په ننګرهار کې ورځ تر بلې غټیږي چې د سیمې خلک یې اندېښمن کړي. داعش د سیمې خلکو ته ویلي دي چې یا دې د هغوی د د ښمن چې، طالبان دي، پر ضد وسله واخلي یا دې سیمه پرېږدي.

په هغو سیمو کې چې د داعش جګړه ماران شته دي، ښونځي تړل شوي او د داعش جګړه مارانو ښوونکي وهلي او تښتولي دي."

د ننګرهار د خلکو یو بل استازي حضرت علي د د اسوشیټټ پرس خبري اژانس ته وویل چې د داعش ډلې ته وفاداره جنګیالي نجونې له ښوونځیو منع کړي دي، کور په کور ګرځيدلي او د پیغلو نجونو په اړه یې پوښتنې کړي دي.

حضرت علي وايي " د داعش ډلې خلکو ته ګواښ کړی که خپلې نجونې ژر واده نه کړي، دوی به یې خپلو کسانو ته په نکاح کړي. په کوم ځای کې چې داعش شته، هلته ژوند نشته او خلک غلامان کړای شوي دي. "

د اګست په میاشت کې د داعش ډلې ته یوه منسوبه ویډیو خپره شوه چې په کې د ادعا له مخې طالبانو ته وفاداره یو شمېر کسان په بې رحمۍ په کې وژل کیږي.

په دغې ویډیو لس کسان چې سترګې یې تړل شوي، په زنګونونو باندې د چاودیدونکو توکو د پاسه کینول کیږي او بیا الوزول کیږي.

سره له دې چې د دغې ویډیو د سموالي تصدیق نه دی شوی، خو حضرت علي وايي چې ویډیو رښتینې ده او دغه پېښه د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې شوې ده.

داعش د اپیمو قاجاقو او طبعي منابعو په لټه کې

را روانه میاشت د امنیت شورا په افغانستان باندې خپل کلنی بحث کوي، خو تر دغه بحث مخکې د ملګرو ملتونو په یو برابر شوي راپور کې ویل شوي دي چې په ننګرهار ولایت کې " په دې وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې او طالبانو ته وفاداره جکړه ماران د نشه يي توکو د تولید او قاچاقي منابعو ته د لاسرسي لپاره له یو بل سره جنګ کوي. "

د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د واک پر سر جنګ یوازې د ځایونو او سیمو پر نیولو نه دی، افغانستان د میلیاردونو ډالرو په ارزښت طبعي او نورې سرچینې لري.

افغان حکومت هڅه کوي چې په افغانستان د داعش په نامه جګړه مارانو او په عراق او سوریې کې د رښتيې داعش ډلې ترمنځ رابطه پیدا کړي.
افغان حکومت هڅه کوي چې په افغانستان د داعش په نامه جګړه مارانو او په عراق او سوریې کې د رښتيې داعش ډلې ترمنځ رابطه پیدا کړي.

دغه هېواد په نړۍ کې د اپیمو تر ټولو ستر تولیدونکی بلل کیږي او پر دې سربېره د سرو زرو، مرمرو، لاجوردو او نورو قیمتي ګاڼو او ډبرو طبعي زیرمې هم لري.

د امنیتي چارو یو کارپوه علي محمد علي وايي چې د اسلامي دولت یو مهم هدف د افغانستان غني سرچینو ته لاسرسی دی.

دی وايي د داعش ډلې او طالبانو ته وفاداره جنګیالي د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پر دغو منابعو د کنترول لپاره له یو بل سره "د جنايي مافیا د منظمو ډلو په څېر" رقابت کوي.

د داعش ډله په عراق او سوریې کې هم په همدغه کاروبار اخته ده چې ګڼ لرغوني اثار یې لوټ کړل او په تور بازار کې یې وپلورل.

ښاغلی علي وايي له اپیمو او طبیعي منابعو څخه ترلاسه کیدونکي پېسې به دغه ډله په افغانستان کې داسې په خپلو پښو ودروي چې په عراق او سوریې کې به خپل مرکزي مشرتابه ته د مرستو اړتیا هم نه ونلري.

هغه وايي "دا د هغوی تګلاره ده چې په هر چریکي جنګ کې باید پر ځان بسیا وي، ځايي اقتصادي منابع ولري او د سیمه اییزو منابعو په اساس خلک په خپلو لیکو کې وګماري. "

د اسلامي دولت وفاداره جګړه ماران په دې هڅه کې دي چې د طالبانو له لیکو جنګیالي جذب کړي، په خاص ډول هغه طالبان چې د کابل په بیا نیولو کې د خپل غورځنګ پاتې راتللو او ناکامیو نهیلي کړي دي.

د داعش په لیکو کې د طالب جنګیالیو ګمارنه داسې مهال روانه ده چې، افغان حکومت د جولاۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې د طالبانو مشر ملا عمر دوه کاله مخکې مړی شوی دی.

ډېرو طالبانو، د دغه غورځنګ نوي ټاکل شوي مشر ملا اختر محمد منصور رد کړی دی او د افغان چارواکو په باور یو شمېر لوړ پوړي طالبان او د هغوی سیمه اییز قومندانان د پاکستان په کوټې کې را ټول شوي چې د مشرتابه پر سر پېدا شوې ستونزه حل کړي.

خو، د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکی احمد رباني وايي چې په ځینو سیمو کې د هغو طالبانو چې ملا منصور مني او هغوی یې چې نه مني، نښتې هم شوي دي.

نوي ګواښونه او افغان حکومت

د چارو پوهان وايي چې افغان حکومت د دغو نویو ګواښونو د ختمولو لپاره کومه خاصه ستراتیژي نلري.

محمد اشرف غني چې شاوخوا یو کال کیږي د افغانستان ولسمشر دی، د سولې د راوستلو لپاره یې کلکې ژمنې کړې وې، خو لا هم په دغه برخه کې کوم پرمختګ نه تر سترګو کیږي، اخوا دغه هېواد لا هم د دفاع وزیر نلري او معصوم ستانکزی چې ولسي جرګې رد کړ، لا هم د دغه وزارت سرپرست دی.

له کله نه چې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت ختم کړی دی، افغان امنیتي ځواکونه په یوازې سر له طالبانو او نورو اورپکو ډلو سره جنګیږي.

د ولسي جرګې غړی حضرت علي وايي چې داعش خلکو ته ویلي که خپلې پيغلې لوڼې واده نکړي، دوی به یې خپلو جنګیالیو ته په نکاح کړي.
د ولسي جرګې غړی حضرت علي وايي چې داعش خلکو ته ویلي که خپلې پيغلې لوڼې واده نکړي، دوی به یې خپلو جنګیالیو ته په نکاح کړي.

په همدې حال کې په هلمند کې هم د داعش ډلې ځیني ملاتړي پېدا شوي دي. افغان چارواکي او پنټاګون وايي چې په فبرورۍ کې یې په دغه ولایت کې په یو هوايي برید کې د ادعا له مخې د اسلامي دولت یو شمېر هغه جګړه ماران ووژل چې خلک یې خپلو لیکو ته جذبول.

د هېواد د شمال په فاریاب او سرپل ولایتونو کې بیا د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ډلې د داعش سره بیعت اعلان کړی دی. دا هغه ولایتونه دي چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د اګست په میاشت کې د طالبانو او نورو جګړه مارانو د ځپلو لپاره د پوځي عملیاتو مشري وکړه.

د ښاغلي دوستم ویاند سلطان فیضي وايي چې د اټکل له مخې په افغانستان کې د داعش ډلې ته وفاداره شاوخوا ۲۰۰۰ جګړه ماران فعالیت کوي چې د ده په خبره دا مهال "تر ډېره د خلکو په جذبولو، د سیمو د نیولو او په خلکو کې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره هلې ځلې کوي."

دا د اسوشیټټ پرس خبري اژانس راپور و چې، د امریکا غږ اشنا خبریال ،جعفر هاند، پښتو کړی و.

XS
SM
MD
LG