د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي پوځ او شیعه ملېشو د رمادي د بیا نیولو هڅه پیل کړې


د عراق د ولسمشر مرستیال د داعش پر ضد د ایتلاف هوايي بمبارۍ ناکامې وبللې.
د عراق د ولسمشر مرستیال د داعش پر ضد د ایتلاف هوايي بمبارۍ ناکامې وبللې.

د عراقي قواو او شیعه ملېشې یو کاروان نن د شنبې په ورځ دعراق رمادي ښار ته نژدې داسلامي دولت د جګړه مارانو پر وړاندې حرکت پيل کړ.

دغه ځواکونه غواړي د الانبار د ولایت مرکز رمادي چې د اسلامي دولت ډلې نیولی ، بېرته ونیسي. د اسلامي دولت ډلې، څو ورځې وړاندې دغه ښار ونیوه.

د عراق د جمهور رئیس مرستیال ایاد علوي د جمعې په ورځ په اردن کې په یوه نړیوال اقتصادی کنفرانس کې وویل چې د متحده ایالاتو هوايي بریدونه د داعش پر ضد موثریت نلري.

هغه له عراقي مشرانو وغوښته چې یوه نوې سترا تیژي جوړه کړي، ځکه چې په خبره یې د هوايي بریدونو ستراتیژي ناکامه شوې او د داعش د پرمختگ مخه ېې نده نیولې.

په همدې حال کې، امریکايي چارواکي وايي تېره شپه یې دعراق په موصل او بیجې کې د اسلامي دولت ډلې پر مرکزونه ۲۲ هوايي بریدونه کړي دي.

پنځه هوايي بریدونه د سوریي په پلمار کې هم شوي چې د چارواکو په وینا د الوتکو ضد توغندیو یو سیسټم یې ویجاړ کړی دی. داعش په دغې سیمې کې ځینې ځایونه نیولي دي.

عراقي ځواکونه داسې مهال، له داعش نه د رمادي ولایت د مرکز الانبار د بیا نیولو هڅې کوي چې، څو ورځې وړاندې ولسمشر اوباما وویل د دغه ښار د بیا نیولو په اړه د عراق د لومړي وزیر د پرېکړې ملاتړ کوي.

له بل پلوه ېوه ډله چې ځان د اسلامي دولت ډلی سره نوې تړلې ډله بولي وايی چې د سعودي عربستان په ختیځ کې هغه چاودنه د دوی کار و چې ۲۱ تنه په کې ووژل شول او ۸۰ نور ژوبل شول. چاودنه د شیعه ګانو په یو جومات کې شوې وه.

دوی وايي بله چاودنه یې د یمن په پلازمینه صنعا کې کړېده او ۱۳ تنه یې ژوبل کړي دي.

XS
SM
MD
LG