د لاس رسي وړ اتصالات

داعش تر القاعدې د ډیرو تروریستي بریدونو چمتوالی لري


داعش په پاریس او بروکسل کې د بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.
داعش په پاریس او بروکسل کې د بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د اروپايي هیوادونو د استخباراتو چارواکو ویلي دي چې نه پوهیږي چې په اروپا کې د بریدونو لپاره داعش څومره ځانمرګي او بریدکوونکي روزلي دي.

چارواکي ویره لري چې د دغه روزل شوو کسانو شمیر په سلګونو دی، چې یا د سوریې په کمپونو کې روزل شوي دي او یا هم د داعش غړو، چې سوریې ته تللي دي، د ملګرتیا او جنایي شبکو له لارې ګمارلي دي.

د داعش د وسله والو شمیر، چې تیار دي چې په اروپايي هیوادونو کې بریدونه وکړي، د ۲۰۰ نه نیولي بیا تر ۴۰۰ پورې دي.

د فرانسې د استخباراتو یو چارواکي امریکاغږ ته وویل: «موږ درست او دقیق معلومات نه لرو چې په اروپا کې داعش په کوم شمیر روزل شوي کسان لري.» هغه زیاته کړه چې د شمیر په اړه «اټکلونه سرسري دي.»

تیر کال، د سوریې او ترکیې ترمنځ د لارې یو قاچاقبر د امریکا یوې ویبپاڼې ته په خبرو کې، ادعا کړې وه چې داعش «۴۰۰۰ کسان اروپا ته استولي دي.»

د بلجیم او فرانسې د استخباراتو چارواکو ویلي دي چې د دغه شمیر په اړه شک لري خو دوی په دې خبر دي چې په تیرو څو کلنو کې تر ۵۰۰۰ ډیر اروپايان د داعش سره یو ځای شوي دي.

دغه چارواکو ویلي دي چې داعش تر القاعدې په قوي موقف کې دی چې مرګوني تروریستي بریدونو ته ادامه ورکړي.

د چارو کارپوهان هم په دې اړه د دغو چارواکو سره موافقه لري. عمر اشور چې د بریتانیې په یوه پوهنتون کې استاد دی وویل چې داعش «د القاعدې په پرتله، ډیرې منابع لري، قابلیت یې ډیر دی او تجربه لري.»

د تروریستي بریدونو د مخنوي او دفع کولو لپاره نه یوازې دا چې د دولتونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پروسه کمزوره ده بلکې منابع هم کمې دي.

اوس ځینې اروپايي هیوادونه هڅه کوي چې په بلجیم کې چارواکي پلان لري چې ۱۰۰۰ نور پولیس، څارنوالان او امنیتي کارمندان وګماري چې د داعش سره د ګواښونو مقابله وکړي.

د دغه هیواد چارواکو ویلي دي چې د بلجیم شاووخوا ۱۱۷ اتباع، چې سوریې ته تللي وو، بیرته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG