د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت د ډلې له خوا ډله ېېزې وژنې


په سورېې او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې تباهۍ
په سورېې او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې تباهۍ

ملګري ملتونه وايي، یوازې په دوه زره څوارلسم کال کې د اسلامي دولت جنګیالیو له څلرویشت زرو کسانو نه زیات ملکي کسان په سیستماتیک ډول وژلي او ټپیان کړي دي، ښځې یې غلامانې کړي دي، ماشومان یې استخدام کړي دي او په ټول عراق او سوریه کې یې د تاوتریخوالي یوه جګړه په لاره اچولې ده.

د سر پریکولو ډاروونکي آن لاین تصویرونه، په دار ځړونې او د عسکرو ډله ییز اعدامونه او همدارنګه د شکنجې رپوټونه ددې ډلې د ترهګرۍ قانون ثابتوي.

د سږ کال په سر کې، دغې سخت دریزې سني ډلې د عراق د ایزیدانو قوم په نښه کړ، سړي یې مړه کړل او د ښځو له غلامولو نه یې په علني توګه دفاع وکړه، خو هغوی نور مسلمانان، په تیره بیا شیعه ګان، هم په نښه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر زید رعد الحسین وايي د اسلامي دولت ډلې ددې لپاره راوتلې ده چې هرهغه کس له منځه یوسي چې له دوی سره موافق نه وي. هغه وایي

«په حقیقت کې بیلا بیل نظرونه او هر ډول ځانگړۍ مفکوره چې د دوی له محصوراو سرکښ منطق څخه بهر وي، د دوی له خوا مستردیږي. هغه انسانان باید ووژل شي چې مخالفت کوي، د هغوی یادگارونه، فرهنګ او د هغوی د شتون هره ټوټه باید له منځه ولاړه شي.»

ملګري ملتونه وايي چې د اسلامي دولت د ډلې کړنو له هغو پنځو شرطونو نه درې یې پوره کړي دي چې د نړیوالې ډله ایزې وژنې د تړون له مخې ډله ایزه وژنه تعریفوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ریچرډ سټینګل وايي، دغه ډله "بې رحمه" ده. د عامه ډیپلومۍ لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وایي «په یو مفهوم، زه به ووایم، چې هغه د ډله ایزې وژنې یو سازمان دی، ځکه چې هغوی پریکړه کړې ده چې د وگړو ټولې ډلې او بې ګناه کسان له منځه یوسي، نو، زما په نظر، هغوی د ډله ایزې وژنې ایډیولوژي لري، او هغه څه چې دوی یې کوي په هر ډول د کرکې وړ دي.»

د ډله ایزې وژنې تړون وايي، هر چا چې دا جنایت تر سره کړی وي "باید مجازات شي،" خو دا تړون په لومړي سر کې د قانوني اقدام په هکله خبرې کوي.

ترهغه چې د اسلامي دولت په ډلې پورې اړه لري، یو نړیوال ایتلاف د اګست د میاشتې راهیسې ددې ډلې پر ضد هوايي بریدونه ترسره کوي، او له عراقی او کردي ځواکونو سره مرسته کوي چې له دغو تند لارو سره د جګړې په ډګرکې مصروف دي.

د جان هاپکنز د پوهنتون د پرمختللو نړیوالو څیړنو استاد ډنیل سرور وايي، اوس پوښتنه داده چې آیا دا به کافي وي؟

هغه وایي «ماته داسې معلومیږي، هغه څه چې مونږ یې اوس ترسره کوو، د اسلامي دولت د ډلې د پراختیا پر مخنیوي یې یوه څرګنده اغیزه کړې ده. دې کار هغه ولسونه ژغورلي دي چې په بل صورت کې به له خطر سره مخامخ شوي وای، خو تر اوسه د اسلامي دولت د ړنګولو لپاره دا کار نه ورکوي. ښايي مونږ دا ډله کمزوري کوو، خو مونږ ورته ماتې اوس هم نه ورکوو.»

په عین حال کې، د اسلامي دولت د ډلې جنګیالیو د سوریې او عراق سترې برخې نیولي دي او دغه سیمه یې یو خلافت اعلان کړی دی چې نور مسلمانان باید له هغه نه اطاعت وکړي.

XS
SM
MD
LG