د لاس رسي وړ اتصالات

قومي کړکیچونه د داعش د ماتولو په وړاندې خنډ بلل کیږي


د دې اونۍ په سر کی یو سوري چارواکي پر ترکیې تورولګاوه چې په سوریه کې د حکومت ضد ډلو ته روزنه او پیسې ورکوي.
د دې اونۍ په سر کی یو سوري چارواکي پر ترکیې تورولګاوه چې په سوریه کې د حکومت ضد ډلو ته روزنه او پیسې ورکوي.

داسې معلومیږي چې په عراق او سوریې کې قومي کړکیچونه د داعش ډلې د ماتولو هڅې له ستونزو سره مخامخ کوي.

په داسې حال کې چې وسله والې قومي ډلې له ترهګرو نه د سیمو د بیا نیولو لپاره جګړه کوي، هغوی په خپل منځ کې هم جګړه کوي او یو مخ په زیاتیدونکي بشري بحران لا زیاتوي.

سره له دې چې کردي ځواکونه په سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د یو لوی برید لپاره تیاری نیسي، په سلګونو ملکي کسان ترکیې ته د تیښتې په حال کې دي.

یو ترکي چارواکي په کردانو تور لګولی دی چې له هغو سیمو نه عربان شړي چې هغوی یې نیسي،د متحده ایالات د اسلامي دولت د ډلې خلاف په جګړه کې د کردانو ملاتړ کوي، خو د فرقه اییز تاوتریخوالي پر ضد خبرداری ورکوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جف راتکي "مونږ خپلې اندیښنې مطرح کړي دي. په تېر وخت کې ددې قضیې په اړه داسې راپورونه راغلي دي او مونږ ددې راپورنو په هکله هغوی ته خپلې اندیښنې څرګندې کړي دي."

همداراز ، په منځني ختیځ کې د دروز اقلیت له نړیوالې ټولنې نه غوښتي دي چې په سوریه کې د هغوی وروڼه وساتي. هلته په دې ورستیو کې د النصره بجهې دروز ۲۰ کلیوال وژلي دي.

د حکومتي ځواکونو په شمول څو ډلې د اسلامي دولت د ډلې او النصره د جبهې پر ضد جګړه کوي، خو هغوی له یو بل سره هم په جګړه بوخت دي. د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې حکومت په سوریه کې د مخالفینو او ترهګرو ډلو پر خلاف په جګړه کې د دروز له ملاتړ نه برخمن دی. اسد د علوي فرقی د ډلې یو غړی دی.

ددې اونۍ په سر کی یو سوري چارواکي پر ترکیې تورولګاوه چې په سوریه کې د حکومت ضد ډلو ته روزنه او پیسې ورکوي.

په عراق او سوریه کې د بیلا بیلو ډلو تر منځ کړکیچونو د اسلامي دولت او نورو ډلو پر ضد په جګړه، او سیمې ته د آرامی په راوستلو کې ستونزې زیاتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG