د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د داعش ۳۶ غړي اعدام کړل


په عراق کې چارواکي وايي د یکشنبې په ورځ یې د داعش ۳۶ غړي اعدام کړل. چارواکي وايي دوی هغه کسان وو، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د عراق د سلګونو سرتېرو په عام وژنې کې برخه اخیستې وه.

والي یحیي الناصري وايي چې د اسلامي دولت دغه جګړه ماران يې د عراق په جنوب کې د ناصیریه په زندان کې په دار وځړول.

د اسوشیټډ پرس وايي د عراق د عدليې وزارت یو چارواکي هم د دغو کسانو اعدامول تاید کړي دي، دغه چارواکي رسنیو ته ویلي چې نوم یې خپور نکړي.

د داعش ډلې چې د ۲۰۱۴ کال په پسرلي کې د عراق په شمالي ښار تکریت کې واکمنه وه، د سپیچر په پوځي مرکز کې یې شاوخوا ۱۷۰۰ عراقي سرتیري ژوندي ونیول. داعش بیا وروسته پر انټرنټ د دغو سرتیرو د وژلو ویډیو خپره کړه، چې کتار یې درولي وو، یو- یو یې کندې ته ټیل وهل او بیا یې په ډزو وژل.

د عراق پوځ په ۲۰۱۵ کال کې د تکریت ښار د بیا نیولو پر مهال د داعش دغه ۳۶ جګړه ماران ونیول، چې بیا یوې محکمې په مرګ محکوم کړل او نن اعدام شول.

XS
SM
MD
LG