د لاس رسي وړ اتصالات

ضربتي ډله، د اسلامي دولت د ډلې خطرناکه قوه


عراقي مقامات اټکل کوي چې په عراق او سوریه کې د داعش د ډلې د جنگیالیو شمیر د ٣٠ څخه تر ٦٠ زرو پورې دی.
عراقي مقامات اټکل کوي چې په عراق او سوریه کې د داعش د ډلې د جنگیالیو شمیر د ٣٠ څخه تر ٦٠ زرو پورې دی.

د اسلامي دولت د ډلې ځانگړي ځواکونه چې د ضربتي قواو په نامه هم یادیږي، د خپل قوماندان پر شاوخوا راټولیږي او او د سوریې پر السخنۀ ښار باندې له برید دمخه د مرگ یا بریالیتوب شعارونه ورکوي.

د جنگیالیو دغه ډله ښایي د اسلامي دولت د جنگي ماشین تر ټولو خطرناکه او وژونکې قوه ده چې په متعصبه او با انضباطه توگه پر خپلو هدفونو برید کوي، د مرگ تر سلگۍ جنگیږي، انفجاري واسکټونه اغوندي چې د ماتې په صورت کې د مخالفان په منځ کې ځانونه والوزوي.

د جگړې په میدان کې د داعش اکثر بریالیتونه دغې قوې ته منسوبیږي چې یو یې هم د السنخه د ښار نیول وو چې ویدیو یې دې ډلې په انترنیت کې خپره کړې ده.

د کردانو د خلکو د ساتنې د ځواکونو ویاند ریدور خلیل د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي دي چې د داعش ځانگړي ځواکونه لومړی گډوډي رامنځ ته کوي او بیا خپل ځمکني تهاجمي عملیات پیل کوي.

د عراق استخباراتي او پوځي مقامات او د سو‏ري کردانو مشران وایي چې د داعش ځانگړي ځواکونه د بوگنونکو اعمالو په ترسره کولو سره په ډول ډول بڼو د بندیانو د وژلو څخه نیولې د ښځو د مریيتوب پورې، ځان د یوې فوق العاده منظمې خو ډارونکې رزمي قوې په توگه ثابت کړی دی.

د خلکو د وژنې لپاره د داعش اکثر چلندونه او هم ددې ډلې جنگي تکتیکونه بیساري دي، لکه د مخکې تللو پر وخت د مقابل لورې د دید د گډوډولو په خاطر د شگو د توپان رامنځ ته کول او د خلکو په منځ کې د ویرې او ډار د رامنځ ته کولو لپاره د انتخاري بریدونو ترسره کول.

دا ستراتیژۍ د داعش په وروستیو عملیاتو کې پلې شوې دي چې تیره اونۍ ددې ډلې د اړوندو سخت دریځو له خوا د سینا په شبه جزیره کې پر مصري پوځانو باندې برید یې یوه نمونه ده.

د لندن د کینگ کالج استاد اندریس کریگ وایي د اسلامي دولت د ډلې سیمه ییزو مشرانو ته د نوښتونو چانس ورکول کیږي چې څنگه مناسب وي هسې عمل وکړي، خو هغوی ته ستراتیژي روښانه کیږي او تمه کیږي چې هغوی په دا کار په ډیرو موثرو لارو چارو ترسره کړي.

انظباط لرونکي ترهگر

عراقي مقامات وایي چې د داعش جنگیالي لوړ نظم او ترتیب لري، هغوی چې د جگړې له میدان څخه تښتي او یا د څارنې پر وخت بیدیږي، سمدستي اعدامیږي. دا ډله د ټانکونو او توپونو په گډون زیات شمیر وسلې لري چې زیاته برخه یې په موصل کې د عراقي ځواکونو د پر شا تگ پر وخت لاس ته ورغلې دي.

د عراق د پوځ جنرال عبدالوهاب السعدي، وایي چې داعش په ځانته ځان په یو وخت کې په څو جبهو کې د جگړې توان لري. جنرال السعدی وایي د عراق پوځ د ټولې سترتیا سره سره په یو وخت کې په یوه جبهه کې د جگړې وړتیا لري.

د داعش بیرحمي د هغوی په اند پخپله یو تکتیک دی چې د دښمنانو د ډارولو او د یوې نه تم کیدونکې ډلې په توگه د خپل ځان د ښودولو پلاره ترې کار اخلي.

د ٢٠١۴ کال په جون کې دغې ډلې د عراق د شیعه سرتیرو د وژلو په سلگونو عکسونه خپاره کړل. داعش په منظمه توگه د بندي شویو سرتیرو سرونه غوڅوي او د هغوی د وژلو ویدیوگانې په انترنیت کې خپروي.

ډیره تازه ویدیو کې ددې ډلې له لورې خپره شوې ښي چې بندیان په یوه پنجره کې ایسار کړای شوي او د اوبو په یو ډنډ کې یې غرق کوي. په همدې توگه یوه بله ویدیو ښي چې بندیان په یو کتار درول شوي او بیا چاودیدونکي مواد د هغوی پر سرونو پورې تړل شوي دي او یو د بل پسې منفجر کیږي.

عراقي مقامات اټکل کوي چې په عراق او سوریه کې د داعش د ډلې د جنگیالیو شمیر د ٣٠ څخه تر ٦٠ زرو پورې دی. د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین پخواني منصبداران له دې ډلې سره د نظم او له اروپا، امریکا، عربي هیوادونو او منځنۍ آسیا څخه د جنگیالیو په جلب او جذب په برخه کې مرسته کوي.

پخواني مجاهدین په افغانستان، چیچنیا او سومالیا کې د جگړو د تجربو په بنسټ د پلان جوړولو په برخه کې مرسته کوي او هم ځوانو جنگیالیو ته د یوې نمونې په توگه د اسلامي دولت له ډلې سره زیاته مرسته کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو پخواني کارکوونکي پتریک سکینر اسوشیتدپرس ته ویلي دي چې "هغه خلک چې د مرگ په لټه کې دي د اسلامي دولت له ډلې سره یوځای کیږي او د اسلامي دولت ډله هم خوښه ده چې له هغوی سره په دې برخه کې مرسته وکړي."

د داعش د ډلې نیمگړتیاوی

د داعش د ډلې د جنگیالیو د ځانگړو ټولگیو د عراق د رماني ښار په نیولو کې خورا ستر رول لوبولی دی. لومړی لږ تر لږه لس ځانمرگو په ښار کې پوځي اهداف په نښه کړل، او بیا جنگیالي د شگو د توپان په منځ کې پر ښار برید وکړ. ښار ته د داعش د ځواکونو په رسیدلو سره، عراقي سرتیرو په تیښه پیل وکړ.

ښاغلی سکینر وایي چې داعش د دې تکتیک په کارولو سره چې د ترهگرۍ او مروج پوځي برید مجوعه ده، باید د اوږدې مودې راهیسې غور کړی وي. هغه زیاتوي چې تیره اونۍ د مصر په سینا کې د عین لارې څخه کار واخیستل شو.

په سوریه او عراق کې د امریکا په مشرۍ هوایي بریدونو د داعش پرمختگ کمزوری کړی دی او ددې سبب شوی چې د عراق شیعه پوځیان او کردي جنگیالي یو شمیر ښارونه بیرته له داعش څخه ونیسي.

د ټولو ناکامیو سره د داعش ضربتي ځواکونو تیره میاشت یو ځل بیا په کوباني ښار برید وکړ. ددې ډلې شاو خوا ٧٠ جنگیالي ښار ته ننوتل او د زیات شمیر کردي ځواکونو سره دوه ورځې په جگړه بوخت وو. په څرگنده ددې برید هدف د ښار بیا نیول نه بلکې د گډوډۍ رامنځ ته کول وو.

د عراق د پوځ یو قوماندان علی عمران وایي په دې وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې د بې پیلوټه کمره لرونکو الوتکو په کارول پیل کړي دي چې په دې توگه د دښمن د موقیعت فلم واخلي. هغه وایي دا الوتکې په پرمختللو ارتباطي تجهیزاتو سمبالې دي.

عمران وویل چې حتا د اسلامي دولت د ډلې امکانات او تدارکات غښتلي دي. د هغه په وینا دا ډله د کباب او وریتو چرگانو په گډون ډیر ښه خواړه خوري او خواړه یې د عراقي سرتیرو په پرتله ډیر ښه دي.

خو سکینر وایي چې داعش ضعیفې نقطې هم لري. د هغه په اند د داعش خلاص او دولت ته ورته سازمان جاسوسانو ته ددې فرصت ورکوي چې په دې ډله کې نفوذ وکړي او د جاسوسۍ په جرم د خلکو د اعدامولو په نظر کې نیولو سره ددې ډلې ډار له نیمگړتیاو څخه ښه څرگندیږي.

د امریکا د استخباراتو پخوانی کارونکی سکینر، وایي چې داعش د خپل څو ملتیزو جنگیالیو د ادارې او رهبرۍ په خاطر له خپل منځ نه تر فشار لاندې دی. هغه وایي "مونږ داعش د یو پټ او بې درزه سازمان په توگه پیژنو، خو زما په اند ښایي ددې سازمان اداره د بې ثباته او ظالمو افرادو د لرلو په وجه خورا مشکل کار وي."

XS
SM
MD
LG