د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش ډلې قاضي وژل شوی


د چارواکو پر وینا، دغه راز په اچین کې د لشکر اسلام په نوم د یوې ډلې پنځه غړي د بې‌پیلوټه طیارې په برید کې وژل شوي.
د چارواکو پر وینا، دغه راز په اچین کې د لشکر اسلام په نوم د یوې ډلې پنځه غړي د بې‌پیلوټه طیارې په برید کې وژل شوي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته وویل چې تېر مازیګر د اچین ولسوالۍ په باندر سیمه کې پر داعش جنګیالیو بې پیلوټه طیارې برید کړی چې له امله یې د داعش ډلې سیمه ییز قاضي شاهد له یو بل ملګري سره وژل شوی دی.

نوموړی وايي چې په همدغې سیمه کې بې پیلوټه طیارې د لشکر اسلام په نوم د یوې ډلې غړي په نښه کړي چې پنځه کسان ترې وژل شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په اچین کې وژل شوي کسان اوه واړه د داعش جنګیالي دي او قاضي شاهد یې یو له مهمو قوماندانو ګڼلی دی.

د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي مسول په وینا چې د روداتو او هسکې مېنې ولسوالیو تر منځ په غلنۍ سیمه کې حکومتي ځواکونه د داعش ډلې له برید سره مخ شوي چې د تودې جګړې په ترڅ کې د دوو بهرنیو په ګډون درې داعش جنګیالي پکې وژل شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې په جګړه کې یو سیمه ییز پولیس هم زخمي شوی دی.

تر اوسه د داعش یا بلې ډلې د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار ولایت په هسکې مینې، اچین، کوټ او نازیانو ولسوالیو کې د داعش ډلې فعالیتونه تر پخوا یو څه زیات شوي او د ننګرهار چارواکو منلې ده چې دغې ډلې خپل جنګیالي هم زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG