د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي وسله والو په غور کې شاوخوا ۲۶ تنه ووژل


دا پیښه تیره ورځ د غور ولایت د مرکز فیروزکوه په ۱۵ کیلو مترۍ کې رامخې ته شوې ده
دا پیښه تیره ورځ د غور ولایت د مرکز فیروزکوه په ۱۵ کیلو مترۍ کې رامخې ته شوې ده

وسله والو کسانو د غور په فیروز کې ۳۰ کسان یرغمل کړي او شاوخوا ۲۶ تنه یې وژلي دي. طالبانو په دغې پېښې کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

که څه هم لا تراوسه کومې امنیتي څانګې په غور کې د داعش د فعالیت او موجودیت په اړه څه نه دي ویلي خو، د دغه ولایت ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې دغه کسان د داعش ډلې وژلي دي.

ښاغلي خطیبي امریکا غږ آشنا ته وویل، دا کسان د سه شنبې په ورځ د فیروزکوه د ښار په غلمین سیمه کې د خاشاکو د ټولو پر مهال لومړی یرغمل کړل شوي او وروسته په ډله ایزه توګه په ډزو وژل شوي دي.

مګر، د غور د ولایتي شورا رئیس فضل‌الحق احسان امریکا غږ اشنا ته وویل چې دا کسان وسله والو وژلي دي، ده د داعش نوم وانخیست.

ښاغلی احسان وايي یو شمیر وسله‌ والو کسانو لومړی ۲۴ تنه ملکي وګړي په غره کې د خاشاکو د ټولولو پر مهال ووژل او کله چې خلکو د دغو وسله‌ والو په وړاندې غبرګون وښود درې نور کسان یې هم ووژل.

هغه وویل "په وژل شوو کې یو کس د امنیت مدیر او یا د امنیت کارکوونکی وو پاتې نور ټول ملکي کسان وو".

د غور د ولایتي شورا رئیس فضل‌الحق احسان او د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل، چې په دغه ولایت کې د غلام فاروق په نوم د غیرمسؤلو وسله‌والو یو قوماندان هم وژل شوی دی.

پر دغې پېښې غبرګونونه

د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې وسله والو کسانو په بې رحمۍ او ظالمان ډول ملکي کسان وژلي دي.

د یوناما په اعلامیې کې راغلي چې دغه دفتر ته د ورسېدلو معلوماتو له مخې وسله والو کسانو ولسي خلک د خپل یو قومندان د وژلو په غچ کې وژلي دي. یوناما وايي د وسله والو قومندان د افغان ځواکونو سره په نښتې کې وژل شوی و.

د بخښنې نړیوال سازمان هم دا پېښه غندلې او ویلي چې هېڅ یوه جنګي ډله د ولسي خلکو د وژل او پر هغوی د برید کولو حق نلري.

له بلې خوا د افغانستان ولسمشر محمد‌اشرف غني دا پېښه په کلکه غندلې ده او د قُربانیانو له کورنیو سره یې د غمشریکۍ سربیره ویلي، چې د پېښې له عاملینو څخه به غچ واخلي.

له ارګ څخه په یوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي، چې مدني لاریونونه، سپیڅلي ځایونه، عزاداران او د لویو لارو مسافر د تروریستانو او جنایت کارانو له خوا په نښه کیږي.

په اعلامیې کې راغلي، چې دغه ډول جنایتونه هره ورځ د جنایتکارانو دوسیې پړسوي او هغوی به د جنګي جنایتکارانو په توګه یوه ورځ عادلانه محکمې، د افغانستان خلکو او قانون ته ځواب ووایي.

دا وسله وال څوک دي

که څه هم د والي ویاند دغه وسله‌وال د داعش ډلې پورې تړلي وبلل خو د ولایتي شورا رئیس وویل، چې دا کسان کومې ډلې پورې تړاو نه لري.

خو د غور ولایت مدني فعال حسن حکیمي امریکا غږ اشنا ته وویل، دا ملکي کسان د ملا رحمت‌الله د ډلې له خوا وژل شوي دي.

د حسن حکیمي پر وینا د وسله‌والو طالبانو ترمنځ له اختلافاتو وروسته، د ملا رحمت‌الله ډله په دوو برخو وویشل شوه، چې یوه ډله یې طالبانو ته وفاداره پاتې شوه او بله یې د رحمت‌الله په مشرۍ له داعش ډلې سره یو ځای شوه.

د غور ولایتي شورا او مدني فعالان پر امنیتي ارګانونو انتقاد کوي، چې د دغو ډلو پر وړاندې یې تر اوسه هیڅ ډول اقدامات ترسره کړي نه دي.

خو د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي امریکا غږ ته وویل، د دغو یرغمل شوو د ژغورنې لپاره تیره ورځ امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړل، خو مخکې له دې چې د یرغمل شوو کسانو په ژغورلو بریالي شي، د وسله‌والو له خوا ووژل شول.

XS
SM
MD
LG