د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په ننگرهار کې بیا سرونه پرې کړل


سرچینه زیاتوي چې د سرپریکولو پر مهال بې پیلوټه الوتکې دغه ډله په نښه کړې او د داعش ۱۷ غړي یې په هوایي برید کې وژلي دي.
سرچینه زیاتوي چې د سرپریکولو پر مهال بې پیلوټه الوتکې دغه ډله په نښه کړې او د داعش ۱۷ غړي یې په هوایي برید کې وژلي دي.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په اچین ولسوالۍ کې بیا د داعش ډلې له اوو کسانو سرونه پرې کړي، چې شپږ یې طالبان او یو یې د ملي اردو سرتیری دی.

یو حکومتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د امریکا غږ ته وویل، دغه پېښه نن د جمعې له لمانځه وروسته د داعش تر ولکې لاندې د پېخې په سیمه کې شوې ده.

دا چارواکی وايي د داعش ډلې د طالب وسله والو او د ملي اردو د سرتیري څخه په داسې حال کې سرونه پریکول، چې ګڼ ولسي خلک نندارې ته راغوښتل شوي وو.

سرچینه زیاتوي چې د سرپریکولو پر مهال بې پیلوټه الوتکې دغه ډله په نښه کړې او د داعش ۱۷ غړي یې په هوایي برید کې وژلي دي.

د ننگرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي "داعش له شپږو طالبانو څخه سرونه پریکول، چې ډرون برید پرې شوی، په دغه وخت کې د داعش ځینې مهم کسان حاضر وو، چې په برید کې څلور مهم قوماندان هم وژل شوي خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه دي کره شوي".

که څه هم په دغه پېښه کې ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې پر تړاو کره مالومات نشته، خو د سیمې یو اوسیدونکي امریکا غږ ته د ټلیفون پر کرښه ویلي، چې د ډرون په برید کې ځايي اوسېدونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملک کمین په نوم د اچین دغه اوسیدونکی وايي " د پېخې سیمه کې د مکتب مخې ته له څلورو طالبانو سرونه پرې کړي وو او پنځم باندې، چې یې چاړه راښکله، د ډرون برید پرې شوی او ولسي خلک هم پکې وژل شوي، خو مالومات یې نه کېږي، چې څومره دي".

خو تر اوسه داعش ډلې د سرپریکولو او تازه بمبارۍ په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په ننګرهار او ځانګړي ډول اچین کې د سر پریکونې لمړنې پېښه نه ده، بلکې له دې وړاندې هم دغې ډلې د یو شمېر کسانو نه سرونه پرې کړي، خو دا ځل یې له طالب وسله والو په داسې یو وخت کې سرونه پرې کړي، چې طالبانو له دغې ډلې سره تر سختو جګړو وروسته داعش له ځینو سیمو نه تېښتې ته اړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG