اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان د ایالت مشر د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان، جان نکلسن، په یوې خبرپاڼۍ کې ویلي چې ابوسعید د جولاې پر ۱۱ د کنړ په ولایت کې ووژل شو.
نکلسن د ابوسعید وژنه په افغانستان کې د داعش د ځپلو په لړ کې یوه بریا بللې او ټینګار یې کړی چې داعش به په افغانستان کې خوندي ځالې ونلري.
ابوسعید د داعش د خراسان د ډلې دریم په اصطلاح امیر دی چې وژل کیږي.
عبدالحسیب او حافظ سعید د داعش د خراسان د ډلې دوه نور مشران و چې د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې ووژل شول.