د لاس رسي وړ اتصالات

ځینې ننګرهاریان د داعش په ضد د ایتلاف د توغندیو بریدونه ستايي


تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی

په ننګرهار کې پر داعش د بهرنیو ځواکونو د توغندیو او راکټي بریدونو ستاینه شوې ده.

د سیمې یو شمېر خلک وايي د داعش پر ضد د افغان او نړیوالو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په پرتله د توغندیو بریدونه اغیزناک دي.

د ننګرهار د پچیر-اګام، کوټ، ده بالا او اچین ولسوالیو ځینو اوسېدونکو امریکا غږ ته په خبرو کې دا نظر څرګند کړی دی.

په دغو سیمو کې د داعش جګړه ماران ترهګریز فعالیت کوي او افغان او نړیوال ځواکونه یې پر ضد عملیات او بریدونه کوي.

د ده بالا یو اوسېدونکي ولی الله وايي چې د ننګرهار له هوايي ډګر پر داعش جګړه مارانو د نړیوالو ځواکونو په توغندیزو بریدونو کې داعشیان په نښه کیږي او ولسي خلکو ته یې زیان کم دی.

خو هغه وویل چې په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ولسي خلک هم زیانمن کیږي او په هوايي عملیاتو کې خلک نه پېژندل. ولي الله وايي د بهرنیو او افغان ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې جګړه ماران د ولسي خلکو په سیمو کې ځانونه پټوي چې ملکیانو ته یې هم زیان رسیږي. هغه ټېنګار وکړ چې د داعش ضد توغندیز بریدونه ښه دي.

د اچین ولسوالۍ یو بل اوسيدونکي، تور، امریکا غږ ته وویل چې په راکټي بریدونو کې داعش جګړه ماران ډېر ځپل شوي او ځپل کیږي او په خبره یې باید دا بریدونه همداسې روان وي.

ده وویل چې هره شپه او سهار دوه درې راکټونه پر داعشانو توغول کیږي او مرکزونه یې ویجاړیږي چې خلکو ته یې هم یا هېڅ زیان نه رسیږي او یا بیخي کم وي.

په همدې حال کې په ننګرهار کې چارواکي د داعش او نورو اورپکو ډلو باندې د توغندیو بریدونه اغیزناګ ګڼي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې د داعش پر ضد د نړیوالو او افغان ځواکونو پلان شوي عملیات، هوايي او توغندیز بریدونه موثر دي.

هغه وویل د داعش او نورو اورپکو ضد عملیاتو لپاره اول سیمه تثبیتوي او بیا پرې بریدونه کوي.

په همدې حال کې د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي چې افغان ځواکونه د داعش پر ضد عملیاتو کې له خپل ټول توان څخه کار اخلي. هغه وویل په تېرو ۲۴ساعتونو د پچیر-اګام ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۹ جګړه ماران وژل شوي دي.

د داعش جګړه ماران له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهېسې په ننګرهار کې فعاله دي، افغان او نړیوال ځواکونه یې پر ضد عملیات کوي.

همدا څو میاشتې مخکې امریکايي ځواکونو په دغه ولایت کې د داعش پر څمڅو د بمونو د مور په نوم یو بمب هم استعما کړ چې د چارواکو په خبره یې ډېر جګړه ماران ووژل.

XS
SM
MD
LG