د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: بغدادي ووژل شو


ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼې کې د کنفرانس پر مهال د بغدادي د وژل کېدو خبر ورکړ
ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼې کې د کنفرانس پر مهال د بغدادي د وژل کېدو خبر ورکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د داعش د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کېدو خبر ورکړ.

ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۲۷) په سپينې ماڼې کې خبریالانو ته وویل چې البغدادي وژل شوی دی.

هغه وویل چې د داعش دغه مشر له ډېرو کلونو راهېسې تر تعقیب لاندې و، چې بالاخره ووژل شو.

ښاغلي ټرمپ وویل چې بغدادي او ډلې یې د یو شمېر امریکايانو په ګډون ډېر نور بېګناه انسانان وژلي دي.

ښاغلي ټرمپ وویل: "تېره شپه د امریکا په تاریخ کې یوه شپه وه. هغه لکه سپی ووژل شو." هغه وویل چې په دغو عملیاتو کې اته څرخي الوتکې وکارول شوې.

هغه وویل چې بغدادي تېره شپه (شنبه ۲۶) وژل شوی دی او د هغو ټولو امریکایي سرتېرو او چارواکو څخه یې مننه وکړه چې د بغدادي د وژل کېدو عملیات یې وکړل.

ټرمپ وویل چې په هغه کور چې بغدادي پکې پټ شوی و، امریکایي ځواکونو چاپه واچوله او بغدادي په یوې سمڅې کې د ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول. وايي په چاودنې کې د بغدادي درې ماشومان هم وژل شویدي.

ډونالډ ټرمپ وویل چې پدې عملیاتو کې روسیې، ترکیې، عراق او کردي ملیشو مرسته کړې وه. ترکیې او روسیې ویلي دي چې د بغدادي په اړه یې معلومات شریک کړي وو.

ټرمپ وویل چې پدې عملیاتو کې د بغدادي ګڼ شمیر ملګري او وسله وال وژل شوي خو امریکایي عسکرو ته هیڅ زیان ندی رسیدلی.

هغه وویل چې د بغدادي له وژل کېدو وروسته به نړۍ لا امنه شي. ښاغلي ټرمپ همدغه راز نورو ترهګرو ډلو ته خبر ورکړ چې امریکا یې لټون کوي.

ابوبکر البغدادي څو کاله مخکې په عراق کې د ځينو سیمو له نیولو وروسته هلته خپل خلافت اعلان کړ او تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یې د خپلې خوښې (شرعي نظام) پلی کړ. د داعش ډلې د عراق او سوریې په ځينو سیمو کې فعالیت کاوه.

XS
SM
MD
LG