د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې ۸۲ نور داعش جنګیالي افغان پوځ ته تسلیم شوي ـ دفاع وزارت


افغان پوځ ته تسلیم شوي داعش وسله وال
افغان پوځ ته تسلیم شوي داعش وسله وال

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې د اعش وسله والو پر ضد د پیل شوو عملیاتو په لړ کې تېره شپه د یادې ډلې ۸۲ وسله وال له خپلو کورنیو سره افغان پوځ ته تسلیم شول.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د جمعې په ورځ د نومبر پر ۱۵مه«لړم۲۴مه» امریکا غږ ته وویل، چې یادو کسانو د اچین ولسوالۍ په مومند دره سیمه کې له خپلو ۵۱ مېرمنو او ۹۶ ماشومانو سره ځانونه د ملي اردو سرتېرو ته وسپارل.

ښاغلي امان زیاته کړه، چې تسلیم شوو کسانو خپلې ګڼې سپکې او درنې وسلې هم افغان پوځ ته سپارلي دي.

هغه وویل:"له تسلیم شوو کسانو ۶۹ میله کلاشینکوفونه،پنځه تفنکچې، ۴۰ لاسي بمونه،۱۱۰شاجوره او درې پایې مخابرې هم تر لاسه شوي دي."

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، چې د تسلیم شوو داعش جنګیالیو زیاته برخه له دغه ډلې سره یو ځای شوي پخواني وسله وال طالبان دي، چې په اړه به یې د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم تصمیم ونیول شي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، له تېرو څو اونیو یې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پر ضد پراخ عملیات پيل کړي، چې د یاد وزرات په وینا تر دا مهاله څه باندې ۵۰۰ داعش جنګیالي افغان پوځ ته تسلیم شوي دي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د داعش ډلې پر ضد خپل عملیات زیات کړي دي.

د همدې اونۍ په پیل کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې په دغه ولایت کې داعش له منځه وړل شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت تمه ښودلې چې ډېر ژر به د دغه هیواد ختیځ ولایتونه د داعش له موجودیت څخه پاک شي.

XS
SM
MD
LG