د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ځواکونو د داعش تر ۱۰۰ ډېر جګړه ماران وژلي


د ایتلاف ځواکونو په سوریه کې د داعش پر مرکزونو بمباري کړې ده
د ایتلاف ځواکونو په سوریه کې د داعش پر مرکزونو بمباري کړې ده

د امریکا هوایي ځواکونه وايي د ترکیې له ځواکونو سره یې په ګډه د سوریې په شمال کې د داعش ډلې ۱۰۴ جګړه ماران وژلي دي. دا بریدونه د جمعې په ورځ ناوخته شوي دي.

د ترکیی دولتي خبري اژانس اناتولیا د شنبې په ورځ دا خبر خپور کړ. راپور وايي، چې دا انتقامي حمله هغه وخت وشوه، چې داعش د ترکیي سرحدي ایالت ځینې سیمې په توغندیو ووېشتل.

همدغه راز د ترکیې مطبوعات وايي د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په بریدونو کې هغه اوه ودانۍ ویجاړې کړل شوې، چې د داعش مرکزونه په کې وو. په بریدونو کې یو شمېر جګړه ماران ژوبل شوي هم دي.

سږکال تر اوسه د سوریې د سرحد نه د راکټونو په بریدونو کې د کیلیز په سیمه کې ۲۱ تنه وژل شوي دي او ګڼ نور ژوبل دي، چې بیا په متقابلو حملو کې د داعش جګړه مارانو ته هم زیان رسېدلی. ترکیې د میاشتې په سر کې په همدا ډول عملیاتو کې د داعش ۵۵ وسلوال ووژل.

په همدې حال کې، داعش جګړه مارانو د سوریې حلپ پر ولایت پراخ بریدونه پيل کړي دي د شنبې تر شپې پورې يې ټولې لارې بندې کړې وې. داعش شپږ کلي ونیول، یو روغتون یې تش کړ او ۱۶۰۰۰۰زره خلک یې په کورونو کې اېسار کړل.

اخوا د سوریې کردي قوماندانان لګیا دي، چې د داعش د ځانمرګو او کماندويي بریدونو سټایل حملی بندې کړي. د داعش وسلوال په سوریه او عراق کې هغه وخت ددې تکتیکونو نه کار اخلي چې سیمه یې د لاسه ووځي.

اسلامي دولت یا داعش خپل وسلوال د سوریي او عراق د سرحد د یوې غاړې نه بلې غاړي ته انتقالوي را انتقالوي او په هغو ځایونو بریدونه کوي او ځانمرګي ورلیږي، چې هېڅوک هم فکر نکوي حمله به پرې وشي. داعش همدغه راز له شا نه پر امنیتي پوستو هم ګوزارونه او حملې کوي.

XS
SM
MD
LG