د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د تکزاس د برید مسؤلیت په غاړه واخیست


د داعش ډلې پر امریکا باندې د سترو بریدونو د کولو خبرداری ورکړی دی
د داعش ډلې پر امریکا باندې د سترو بریدونو د کولو خبرداری ورکړی دی

د اسلامي دولت د ډلې د دې ادعا په هکله د امریکا د متحده ایالاتو چارواکو سمدستي کومه تبصره نه ده کړې.

د اسلامي دولت سخت دریځه ډلې د سه شنبې په ورځ په خپل رادیویي خپرونو له لارې وویل "د خلافت دوو سرتیرو" په گارلند کې د یکشنبې د ورځې برید ترسره کړ.

د اسلامي دولت ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې "مونږ امریکا ته وایو، هغه څه چې به په راتلونکې کې پیښ شي هغه به نور هم ستر او ښه وي".

دا لومړی ځل دی چې دا ډله د امریکا د خاورې دننه د یو برید د ترسره کولو مسؤلیت په غاړه اخلي.

رپوټ وایي دا څرگنده نه ده چې دې ډلې رښتیا هم د تکزاس د برید د عملیاتو په پلان کولو کې لاس درلود او که دغو دوو تورنو د اسلامي دولت ډلې ته د وفادارۍ په څرگندولو سره دغه برید په خپل سر ترسره کړی دی.

د رسنیو د رپوټ له مخې وروسته له هغې چې پولیسو د اریزونا ایالت د فینکس په ښار کې د دغو دوو شکمنو تورنو جهادیانو اپارتمان تالاشي کړ هغوی یې د ٣١ کلن التون سمپسون و ٣۴ کلن نادر صوفي په نامه تشخیص او معرفي کړل.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وویل چې جمهور رئیس اوباما دغه پیښه له نژدې څاري او زیاته یې کړه چې د ولسمشر له نظره هیڅ داسې څه نشته چې دغه له خشونته ډک عمل توجیه کړي.

دغو دواړو د هغه کنفرانس په تالار باندې ډزې وکړې چې د اسلام پیغمبر ته منسوب د کارتونونو ننداره په کې ترسره کیده، او دمخ تر دې چې ووژل شي یو امنیتي افسر یې ټپي کړ.

د محکمې له اسنادو داسې ښکاري چې سمپسون په ٢٠١١ کال کې سومالیا ته د تگ او په جهاد کې د ونډې اخیستو لپاره له یو مخبر سره خبرې کړې وې او محکمې هغه په دې وجه په درې کاله تعلیقی بند سزا محکوم کړی و.

دغو دوو تورنو پر هغه نندارې باندې ډزې کړې وې چې د امریکا د ازادۍ د دفاع د ابتکار په نامه یو بنسټ د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتونونو د سیالۍ لپاره په لاره اچولی و او د سیالۍ گټوونکي ته یې لس زره ډالره جایزه ټاکلې وه.

د دې بنسټ رئیسې پامیلا گیلر د سي ان ان خبري شبکې ته ویلي دي چې په دې سیالۍ کې څه دپاسه ۳۵۰ کارتونونه مسابقې ته ایښول شوي وو. د هغې په وینا دا کار ددې لپاره شوی و چې وښایي امریکایان د اسلام پلوو سخت دریځو له تاو تریخوالي او ډارونې څخه ویره نه لري.

د دې سیالۍ یو اصلي نطاق هالندي سیاست پوه گیرت ویلدر و چې تیره اونۍ یې وویل امریکا باید هیواد ته د مسلمانو مهاجرینو مخه ونیسي.

د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتونونو خپریدو دمخه هم جنجالونه زیږولي وو او په اسلامي هیوادونو کې د پراخو مظاهرو سبب شوي وو.

د روان کال د جنورۍ په میاست کې دوو افراطي مسلمانانو په فرانسه کې د شارلي ایبدو د مجلې پر دفتر برید وکړ. دغې مجلې د اسلام پیغمبر ته منسوب کاریکاتورونه خپاره کړي وو.

د شارلي ایبدو کارتونیست رینالد لوزیر، تیره اونۍ وویل چې له دې وروسته د اسلام د پیغمبر د کارتونونو رسمولو ته لیوالتیا نه لري او نور به داسې کارتون ون کاژي.

XS
SM
MD
LG