د لاس رسي وړ اتصالات

ګلبدین نایب: په ای پي ال کې لوبېدل زما ارمان و


افغان لوبغاړی ګلبدین نایب
افغان لوبغاړی ګلبدین نایب

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان ګلبدین نایب د هند د کرکټ په لوی تجارتي لیګ (ای پي ال) کې د ډهلي کاپیټلز له لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی او دغې لوبډلې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (حمل شپږمه) هغه ته ښه راغلاست ووایه.

ګلبدین نایب نهم افغان لوبغاړی دی چې د ای پي ال په روان سیزن کې د لوبو لپاره غوره کېږي.

ګلبدین له کابل څخه هند ته د روانېدو په مهال په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي: « هند ته روان یم چې په ای پي ال کې برخه واخلم. دا مې هیله وه چې په دغه ستر لیګ کې ګډون وکړم، زده کړې او ښو لوبو ته سترګې په لار یم.»

د ډهلي کاپیټلز لوبډلې هم په خپل فیسبوک کې ګلبدین ته د ښه راغلاست پیغام خپور کړی دی.

په دغې پاڼې کې لیکل شوي‌ دي‌ د افغانستان ځواکمن لوبغاړی اوس د ډهلي کاپیټلز غړی دی. ګلبدین د استرالیايي لوبغاړي مېچ مارش په ځای له دغې لوبډلې سره یو ځای شوی دی، مارش په لوبې کې ژوبل شوی و.

ګلبدین نایب د افغانستان د کرکټ پخوانی کپتان او اوسنی لوبغاړی دی او څو میاشتې مخکې یې په هند کې د هند په مقابل دوو شل اوریزو لوبو کې پرلپسې پنځوسیزې وکړې او ښه وځلېده.

د هغه له دغو لوبو وروسته د هند مشهور لوبغاړي اشوین په خپل ایکس حساب کې د آی پي ال لوبډلو مالکانو ته د ګلبدین دغه لوبې وریادې کړې وې او په غیر مستقیم ډول یې غوښتي وو چې ګلبدین نایب دې آی پي ال غوره کړي.

د ای پی ال په روان سیزن کې راشد خان،‌ نور احمد او عظمت الله عمرزی د ګجرات لوبډلې، محمد نبي د ممبۍ انډینز له لوبډلې، رحمان الله ګربز او الله محمد غضنفر د کوکلتۍ نایټ رایډرز، نوین الحق مرید د لکهنو سوپر جاینټز او فضل حق فاروقي د سنرایزر حیدراباد له لوبډلو سره لوبېږي.

په آی پي ال کې لس لوبډلې لوبېږي او د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو لوی تجارتي لیګ بلل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG