د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د داعش پر یو مرکز چاپه اچولې ده


ترکیې په دې وروستیو کې د داعش او نور جګړه مارانو پر ضد عملیاتو ته زور ورکړی دی.
ترکیې په دې وروستیو کې د داعش او نور جګړه مارانو پر ضد عملیاتو ته زور ورکړی دی.

د ترکیې چارواکي وایي د ملک په جنوب ختیځ کې یې د اسلامي دولت یا داعش د پټیدو په یوه مرکز چاپه اچولې او د دوه پولیسو په شمول پکې نهه تنه وژل شویدي.

د همدې میاشتې په سر کې په انقرې کې د غبرګو چاودونو نه وروسته چې شاوخوا سل تنه پکې ووژل شول، امنیتي ځواکونو د جهادي ډلو په خلاف عملیاتو ته زور وررکړی.

امنیتي ځواکونو نن سهار وختي د دیار بکر په ولایت کې په یوه کاله چاپه واچوله چې شک کیده د اسلامي دولت یا داعش غړي به پکې پټ وي.

چارواکي وایي د چاپې نه وروسته د امنیتی ځواکونو او وسله والو کسانو تر منځ د څو ساعتونو لپاره جګړه وشوه.

د دیار بکر د ولایت اکثره اوسیدونکي کردان دي چې د سوریې سره ګډه پوله لري. داسې ګمان کیږي چې دغه سیمه د هغو جنګیالیو د جلب او جذب یوه مهم مرکز دی چې په عراق او سوریې کې جګړه کوي. د ترکیې د صدراعظم مرستیال نعمان کرتل موس وایي چې پدې چاپې کې د داعش دولس جګړه ماران نیول شویدي.

ترکیي چارواکي دساې ګمان کوي چې په انقرې کې غبرګې چاودنې هم د اسلامي دولت یا داعش ډلې کړې وې چې سل تنه پکې وژل شوي و.

د بلجیم د برسلز په ښار کې د کارنیګي په څیړنیز مرکز کې کارپوه سینان یولجن وایي چې په انقرې کې د برید نه وروسته ترکیې د جهادي ډلو په خلاف خپله پالیسي بدله کړې.

هغه وايي "پر ترکیې زیات انتقاد په دې خاطر کېږي چې د اسلامي دولت د ډلې پرضد د لویدیځ په جګړه کې زړه نا زړه ښکاري. پر ترکیې دا انتقاد هم کېږي چې د اسلامي دولت په باره کی د غفلت پالیسي لري. خو په انقرې کې د بم د برید نه وروسته اوس مسایلو تغییر وکړ. اوس به ترکیه، د اسلامي دولت پرضد جګړې کې برخی اخستو ته لازیاته لیوالتیا وښیی. "

په انقرې کې د غبرګو چاودونو نه وروسته امنیتي ځواکونو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې لس ګونه تنه نیولې چې د اسلامي دولت یا داعش د غړیو شک پرې کیږی.

داسې ګمان کیږي چې د داعش ځیني جګپوړي کسان هم نیول شویدي. په همدې حال کې پولیسو د هغو څلورو کسانو عکسونه خپاره کړیدي چې د یو بل غټ برید پلان یې درلود.

XS
SM
MD
LG