د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د داعش ضد عملیاتو کې افغانان هم نیولي دي


د ترکيې پولیس وايي له داعش سره د شک لرلو په تور ځیني افغانان هم نیولي دي.
د ترکيې پولیس وايي له داعش سره د شک لرلو په تور ځیني افغانان هم نیولي دي.

د ترکيې پولیسو د جي-۲۰ هېوادونو تر غونډې مخکې لسګونه کسان د داعش سره د اړیکو لرلو په شک نیولي دي.

دغه کسان د ترکيې په بېلابېلو سیمو کې په تېرې یوې اوونۍ کې نیول شوي دي.

د ترکيې پولیس وايي په نیول شویو ۶۲ کسانو کې، ۴۲ بهرنیان دي چې د افغانستان، عراق، تاجکستان، قرغزستان، اذربایجان او اندونیزیا وګړي په کې شامل دي.

پولیس وايي نیول شوي ټول مشکوک کسان به خپلو هېوادونو ته وشړل شي؛ په عین وخت کې له نیول شویو ۲۰ ترکانو څخه هم پوښتنې ګروېږنې پیل شوي دي.

د ترکيې مطبوعات وايي دوو ترکانو له بهرنیانو سره مرسته کوله چې له داعش ډلې سره یو ځای شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د راروانې جمعې په ورځ د ترکيې د انتالیا په بیلیګ ښار کې د جي-۲۰ هېوادونو غونډه وشي؛ د بیلیګ ښار د سمندر په څنډه کې پروت دی.

د اروپايي ټولنې په ګډون ۱۹ هېوادونه د جي-۲۰ هېوادونو غړي دي.

په پام کې ده چې ولسمشر اوباما هم د داعش ډلې پر ضد د نړیوالې همکارۍ په دغې غونډې کې برخه واخلي؛ د داعش سره مبارزه به د غونډې د اجنډا په سر کې وي.

د ترکيې پولیس داسې مهال د داعش د مشکوکو کسانو نیول او ځپل ډېر کړي چې همدا تېره میاشت په انقرې کې دوو غبرګو ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه ۱۰۲ تنه ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

بریدونه د کردانو په يوې مظاهرې باندې شوي وو.

XS
SM
MD
LG