د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د غزني اوسیدونکو ته: طالبانو سره همکاري مه کوئ


د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، یو شمیر نقاب اغوستونکي کسان، چې ځانونه د داعش ډلې غړي بولي، د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره همکاري و نه کړي.

د غزني ولایت د قره باغ ولسوال صاحب‌خان الهام امریکا غږ اشنا ته وویل، داعش ډلې پورې تړلو دغو کسانو په یو لیک کې د قره‌ باغ اوسیدونکو ته ګواښ کړی، که له طالبانو سره همکاري وکړي نو سرونه به یې غوڅ کړي.

هغه وویل "په دغه لیک کې له خلکو څخه غوښتنه شوې، چې خپل اولادونه د طالبانو له لیکو څخه وباسي او راوې لیږي، چې د داعش په ډله کې شامل شي".

د غزني د ولایتي شورا یو شمیر غړي هم مني، چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د داعش ډلې فعالیتونه پیل کړي دي.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان‌الله کامراني وویل "شل ورځې مخکې هم دې ته ورته لیکونه د هغو کسانو له خوا خپور شوي وو، چې ځانونه یې د داعش ډلې پورې تړلي بلل، تیره شپه هم دا لیکونه په یو شمیر سیمو کې خپور شوي دي".

له دې وړاندې د غزني ولایت چارواکو په خاک افغان ولسوالۍ کې د داعش ډلې موجودیت تائید کړی وو.

چارواکي وايي، خاک افغان له قره‌ باغ سره په ګاونډ کې پرته ده او داعش غواړي، چې له همدې فُرصت څخه په استفادې په یادې ولسوالۍ کې هم فعالیت پیل کړي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري په دې اړه امریکا غږ آشنا ته وویل "په غزني کې تر اوسه داعش هیڅ ډول فعالیت نه لري، خو یو شمیر کړۍ د خلکو د ویرولو هڅې کوي او ښايي دا لیکونه د یو شمیر هغو تروریستي ډلو له خوا خپور شوي وي، چې په خلکو کې د ویرې اچولو په هڅه کې دي".

په همدې حال کې د غزني ولایتي شورا د داعش ډلې د تازه فعالیتونو د مخنیوي لپاره له افغان امنیتي چارواکو څخه د جدي اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کړې.

د غزني د والي ویاند وویل، د تروریستي ډلو د ځپلو لپاره په دغه ولایت کې عملیات دوام لري او له دې وروسته هیچا ته د ترهګریزو فعالیتونو اجازه ورنکړل شي.

د غزني سیمه‌ییزو چارواکو پر وینا، د داعش ډلې دا لیکونه د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې خپور کړي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG