د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش تر ولگې لاندې ښارونو کې څه تېر شوي؟


د سوریې دموکراتیک ځواکونه: په رقه کې د داعش د ختمولو لپاره جګړه پای ته نږدې ده
د سوریې دموکراتیک ځواکونه: په رقه کې د داعش د ختمولو لپاره جګړه پای ته نږدې ده

رقه

په سوریې کې د رقه ښار ته لارې او کوڅې په بیدیا بدل شوي.

د سوریې حکومتي ځواکونو ویلي په رقه کې د داعش د فعالیت د ختمولو لپاره جګړه وروستۍ پړاو ته رسېدلې ده.

د سوریې شمالي ښار، رقه یو وخت د داعش د خپل سري خلافت اصلي مرکز بلل کېدو.

په رقه کې سیمه ییزو چارواکو د داعش له وسله والو سره موافقه کړې چې د موټرو یوه کاروان ته اجازه ورکړي چې د رقه ښار تخلیه کړي.

د داعش یو پخواني غړي عماد الملاوي وایي چې د داعش په پوستو کې د مدیریت په کچه غیر مهم دفترداري کوله او په جگړې کې ښکیل ندی. خو دا یوه عامه کیسه ده او هیڅ څوک دا ادعا نشي تائیدولی.

د بشري حقونو ډلې په دې باور دي چې د رقې جگړه کې چې له میاشتو پکې قحطي تیره شوې او درمل پکې نه و په سلگونه خلک وژل شوي.

په عراق او سوریې کې د داعش تر ولگې لاندې سیمو کې په زرگونه ایزدي ښځې او نجونې یرغمل نیول شوي. ځینې په دې اند دي چې اوس هم په رقه کې سلگونه ایزدي ښځې په اسارت کې دي.

یو شمیر ایزدي ښځینه او نارینه جنگیالي په رقې کې د داعش په وړاندې جگړې کې برخه اخیستې ده.

یو ایزدي جنگیالی، فرزاد سردار وایي "زه یوازې د خپلې ترور د ژغورنې لپاره دلته نه یم راغلی. دلته په سلگونه میندې د داعش په اسارت کې دي. که ما وشو کړای ټولې به ازادې کړم."

موصل

موصل ته په سفر کې مونږ ونشوای کړی چې د موصل زاړه ښار ته ورشو. دغه ښار اوس د اوسیدو وړ ندی ځکه هغه تندلاري چې له میاشتو راهیسې هلته پټ و، څو ساعته مخکې د عراق پولیسو ته یې کمین نیولی.

د موصل ځایي خلکو په خبرو کې وویل کله چې سږکال په مې میاشت کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف په موصل باندې بمبارد وکړ او په سلگونه خلک ووژل شول، هیڅ څوک یې پوښتنې ته رانغلل.

یو شمیر ځوانانو د موصل بمبارد شوې سیمه راته وښودله. دوی ادعا کوي چې څه د پاسه ٨٠٠ خلک دلته وژل شوي. خو متحده ایالاتو د موصل په بمبارد کې د ١٠٥ کسانو وژل تائید کړی و.

د سیمې اوسېدونکی، ٢٧ کلن ولید وویل چې په بمبارد کې یې ورور او ورېنداره چې مینداوره وه له لاسه ورکړي دي. دوی د خپل ملگري عبدالله کورته د سهار چای لپاره ورغلي و. په گاونډ کې درې بمونه ولگیدل او سیمه د خارو سره خاوره شوه. ولید ځکه ژوندی پاتې شوی چې د بمبارد نه څو شیبې مخکې د یوې دروازې د جوړولو لپاره د عبدالله له کوره وتلی و.

عبدالله وایي په بمبارد کې یې د کور څلور غړي له لاسه ورکړي دي.

تلعفر

عراقي چارواکي: د داعش د کورنیو سلګونه غړي یې په یوه کمپ کې ساتلي
عراقي چارواکي: د داعش د کورنیو سلګونه غړي یې په یوه کمپ کې ساتلي

د عراقي کرد ځواکونو چې د ایتلاف د جنګي الوتکو ملاتړ ورسره دی؛ په اگست میاشت کې د عراق تلعفر ښار د داعش له منگلو ازاد کړ.

د تلعفر ښار د عراق د موصل او د سوریې په سرحد کې پروت دی او ستراتیژک موقعیت لري.

په دې ښار کې شاو خوا شل زره ملکي خلک ایسار پاتې و.

د عراق د ځانگړو ځواکونو یو جنرال سمع ال اردهي امریکا غږ ته وویل چې ټول عراق به د ٢٠١٧ میلادي کال تر پایه د داعش له ولگې نه ازاد شي.

د داعش تر ولگې لاندې د عراق د نورو ښارونو په څیر، د تل افار ښار هم د ملکي وگړو د ژوند وړ ندی. اوبه او بریښنا پکې نشته او عامو خلکو ته ژوند ناممکن دی.

XS
SM
MD
LG