د لاس رسي وړ اتصالات

 داعش په افغانستان کې - اساسي پوښتنې او ځوابونه


نړیوال ځواکونه وايي دا مهال په افغانستان د داعش شاوخوا ۶۰۰ جګړه ماران فعاله دي
نړیوال ځواکونه وايي دا مهال په افغانستان د داعش شاوخوا ۶۰۰ جګړه ماران فعاله دي

داعش په افغانستان کې څه غواړي، چېرې ډیر فعالیت کوي او جنګیالي یې څوک دي؟

افغان او امریکایي چارواکي وايي دا مهال په افغانستان کې د داعش سلګونه جګړه ماران فعاله دي. د دوی ډېره برخه د افغانستان د ختیځو ولایتونو په لېرې ولسوالېو کې دي چې له ٢٠١٥ کال راهیسی یې پر ملکي خلکو ژوند تریخ کړی دی. داعش پر حکومتي خلکو او بنسټونو هم بریدونه کړي دي.

د داعش وسله والو تر خپل واک لاندې ځینو سیمو کې ښوونځي تړلي دي او یا یې په مدرسو بدل کړي دي او د خپل فکر مطابق ماشومانو ته روزنه ورکوي.

د امریکا غږ د افراطیت د څار د څانګې خبریال نور زاهد په افغانستان کې د داعش په اړه د پوښتنې او ځواب په بڼه دا راپور لیکلی چې جعفر هاند ژباړلی دی.

داعش کله په افغانستان کې پیدا شو؟

د داعش اصلي مرکز په عراق او سوریې کې دی، خو په دې وروستیو کې په افغانستان، پاکستان او د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسیا په ځینو هېوادونو کې یې د خپلو فعالیتونو ساحه پراخه کړې او دا سېمې د «خراسان ولایت» په نوم ېادوي.

خراسان یو پخوانی نوم دی چې څو پېړۍ وړاندې د اوسني افغانستان، ایران او مرکزي اسیا ځینې برخې په کې شاملې وې.

د پاکستاني طالبانو یو مخکني قومندان حافظ سعید خان په ۲۰۱۵ کال کې له یو شمېر نورو اورپکو سره، چې د داعش لپاره د افغانستان او پاکستان د ځینو سیمو مسولین بلل کېدل، له داعش سره بیعت وکړ. دوی د خپل بیعت ویډیو هم خپره کړه.

د (خراسان) داعشیان څوک دي؟

افغان او امریکايي چارواکي وايي چې د خراسان داعشیان تر ډېره د پاکستاني طالبانو مخکني غړي دي او ډېر یې د پاکستان د اورکزيو اوسېدونکي دي.

پر دې سربېره د منځنۍ اسیا ځینې افراطیان، چې مخکې له القاعدې سره وو، اوس د داعش سره یو ځای شوي. همدغه راز ځیني افغان اورپکي هم د داعش جګړه مارانو سره یو ځای شوي چې ویل کیږي په دوی کې ډېر د پېسو لپاره داعشیان شوي دي.

د داعش جګړه ماران چېرته دي؟

د داعش ډلې ډېر جګړه ماران د افغانستان د ننګرهار ولایت په جنوب او ختیځو سیمو کې دي او د افغانستان او پاکستان په قبایلي او غرنیو سیمو کې هم فعالیت کوي.

دغې ډلې همدغه راز هڅه کړې چې د افغانستان کونړ ولایت ته هم د خپلو ترهګریزو فعالیتونو ساحه پراخه کړي، خو هلته یې فعالیت محدود دی.

ایا داعش د افغانستان نورو برخو کې فعاله دی؟

د داعش جګړه ماران هڅه کوي چې د افغانستان نورو سیمو ته هم د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لمنه پراخه کړي. د مرکزي اسیا ځیني جګړه ماران، چې له داعش سره بیعت کړی دی، په جنوبي ولایت زابل کې فعاله دي.

د داعش ډله همدغه راز ادعا کوي چې په د افغانستان په فاریاب او جوزجان کې هم فعالیت لري، دغلته ځینو مخکنیو طالبانو د داعش لیکې قوي کړي دي.

افغان چارواکي وايي د ازبک جګړه مارانو د وژل شوي مشر، طاهر یلداش، زوی هڅه کوي چې له ازبکستان څخه افغانستان ته جګړه ماران انتقال کړي چې له داعش سره یو ځای شي.

په افغانستان کې د داعش څومره جګړه ماران دي؟

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ماموریت چارواکي وايي د اټکل له مخې تېرکال په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰۰ د داعش جګړه ماران وو. خو وايی چې دا شمېره سږکال کمه شوې ده.

د بهرنیو ځواکونو یو ویاند بیل سالوین امریکا غږ ته وویل" موږ فکر کوو چې د ننګرهار په دوه دریو جنوبي ولسوالیو کې د داعش شاوخوا ۶۰۰ جګړه ماران فعاله دي".

افغان او بهرني ځواکونه څنګه د داعش ضد عملیات کوي؟

افغان او امریکايي ځواکونه په ګډه د داعش او نورو اورپکو په ضد عملیات کوي، خو امریکايي ځواکونه بیا د تروریزم په ضد دوه ډوله عملیات کوي.

ښاغلی سالوین وايي "د تروریزم د مخنیوي اول ډول عملیات، مستقل عملیات دي چې د ازادۍ عملیات هم بلل کیږي او موږ یې د داعش د خراسان ډلې په ګډون د ټولو ترهګرو په ضد کوو. دویم یې له افغان ځواکونو سره ګډ عملیات دي چې د داعش جګړه مارانو او نورو اورپکو په ضد یې کوو".

ایا داعش په افغانستان کې له ناکامۍ سره مخامخ دی؟

افغان او امریکایي چارواکي وايي په دې وروستیو کې د داعش جګړه مارانو په ضد د دوی ګډو عملیاتو دغې ډلې ته لوی زیان رسولی او د جګړه مارانو شمېر یې له زرګونو سلګونو ته راکم کړی دی او همدغه راز له هغوی یې ډېرې سیمې هم بېرته نیولي.

امریکايي چارواکي وايي د افغان او بهرنیو ځواکونو په تازه ګډو عملیاتو کې داعش جګړه مارانو مشر عبدالحسیب د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مومندو کې وژل شوی دی.

چارواکي وايي په دغو عملیاتو کې ۳۵ نور جګړه ماران هم وژل شوي دي. خو، حسیب د داعش جګړه مارانو لومړنی قومندان نه دی چې وژل کیږي، بلکې یو شمېر نور یې هم وژل شوي دي.

د ۲۰۱۶ کال د جولاۍ په میاشت کې د دغې ډلې مشر سعید خان هم ووژل شو.

خو له دې هر څه سره سره د داعش ډلې په افغانستان کې او په خاص ډول کابل کې یو شمېر ترهګریز بریدونه وکړل. افغان او امریکايي چارواکي وايي چې د دغې ډلې ماتولو ته ژمن دي. سالوین وايي د دوی د ۲۰۱۷ کال یو هدف دا دی چې په افغانستان کې د داعش د خراسان ډله ماته کړي.

همدا څو ورځې مخکې امریکايي ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش په مرکزونو او څمڅو باندې د بمونو د مور په نامه لوی بمب وغورځوه چې د چارواکو په خبره په کې د داعش ۹۵ جګړه ماران ووژل شول.

XS
SM
MD
LG