پرون په اسلام اباد کې د پښتنو ښځو ټولنې چې د خور ټولنه نومیږي ، د پاړه چنار د حملو په ضد مظاهره وکړه.
عذرا نفیس یوسفزۍ وایي چې که پنجاب کې داسې ډول پیښه وشي نو هم یې رسنۍ او هم حکومت پوښتنه کوي خو چې د پښتنو په سیمه کې دا ډول پیښې وشی نو هیڅ څوک یې پوښتنه هم نه کوي.
د یادونې وړ ده چې په پاړه چنار کې د جون په ٢۴ په چاودنې کې شاوخوا ٨٠ تنه ووژل شول او د چاودنې د قربانانیو د کورنیو غړو هم د هغې ورځې راهیسې احتجاجي ناسته پیل کړه.
عذرا نفیس زیاتوي چې مونږ غواړو چې نور دغه ظلمونه بند شي.
د عذرا نفیس سره زمونږ د همکارې نزرانې یوسفزۍ پوره مرکه دلته واورئ
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.