د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان بانک له خلکو غوښتي چې په «اسلامي بانکدارۍ» کې پانګونه وکړي 


da Afghanistan bank of Afghanistan
da Afghanistan bank of Afghanistan

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک له افغانانو غوښتي، د «اسلامي بانکدارۍ» په برخه کې دې پانګونه وکړي.

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې بانکونه لا هم د بحران سره مخامخ دي او د بانکونو مشتریان ددغو بانکو څخه خپلې پیسې، چې د امانت په ډول یې ایښې وې نشي ایستلی، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک له افغانانو غوښتي، چې د اسلامي بانکدارۍ له لارې دې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

د دغه بانک د اسلامي بانکدارۍ د برخې امر یوسف سلیم په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د ۱۵ راهیسې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ د ودې او پرمختګ لپاره ډیرې هلې ځلې کړي، چې لا هم دوام لري.

ښاغلي سلیم د خلکوغوښتي، چې د اسلامي بانکدارۍ په مختلفو برخو کې دې پانګه واچوي او په دې توګه دې مرکزي بانک سره همکاري وکړي.

ښاغلي سلیم وویل: "اسلامي بانکونو ته خپلې پیسې په مضاربت، وکالت، ودیعت یا پور ورکړئ او ددې بانکونو څخه د خپل کاروبار او سوداګرۍ د پراختیا او یا د کور موټرماشینونو او نورو ضروري شیانو د اخیستلو لپاره د مرابحې، سلم، استصناع، مضاربت او مشارکت پر اساس خپلې اړتیاوې پوره کړئ."

د افغانستان بانک دغه چارواکي له خلکو غوښتي، چې په بانکونو کې د پیسو په امانت ایښودلو سره نه یوازې به ګټه وکړي بلکې د افغانستان په بیا رغونه او خلکو ته د کار په موندلو کې به هم مرسته وکړي.

افغانستان کې د تیر میلادي کال ۲۰۲۱ د اګست د پنځلسمې وروسته د پخواني رژیم د ړنګیدو او واک طالبانو د بیا رسیدلو سره سم د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان بانک د نږدې لس ملیاردو ډالرو د شتمنۍ د کنګل کیدو څخه پس په دغه هیواد کې بانکونه د بحران سره مخ شو، چې له امله زرګونو کسان، چې په بانکونو کې پیسې په امانت ایښې وې نه یوازې د خپلو پیسو د بیرته ترلاسه کولو په برخه کې د ستونزو سره مخام شو بلکې له افغانستان بهر او له بهر څخه دغه هیواد ته د پیسو د لیږد رالیږد د ستونزو سره هم مخ شوه.

د خصوصي بانکونو ځینې مشتریان وايي، چې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت په دوره کې د کابل بانک د سقوط وروسته پر بانکونو باندې د خلکو باور کمزوری شوی دی، چې د تیرکال د اګست د بدلون څخه پس خلکو په بشپړ ډول پر بانکونو خپل باور له لاسه ورکړی دی. د بانکونو یو مشتري یاسین هم په همدې باور دی.

ښاغلي یاسین وویل: "ماته له بهرڅخه پیسې حواله شوې وې بانک ته ورغلم راته یې ویل اسناد دي نه دې رسیدلي، بله ورځ راشه. بله ورځ سهار پنځه بجې ورغلم په نهو بجو یې پیسې راکړئ."

اوس مهال افغانستان کې بانکونو له لارې نغدې پیسې یوازې «ویسترن یونین او مني ګرام» له لارې د حوالو خاوندانو ته ورکوي، خو بانکي حسابونو له لارې له بهر څخه افغانستان ته او د افغانستان بهر ته لیږد رالیږد همدغسې بند دی.

د اقتصادي چارو یو افغان کارپوه محمد محفوظ فقیري وايي، چې افغانستان کې د تیر رژیم د ړنګیدو وروسته بانکي سیستم ډیر ستر زیان لیدلي دي چې له امله یې په بانکدارۍ باندې د خلکو باور ډیر ټنکی شوی دی.

محمد محفوظ فقیري وايي، چې اوس مهال افغانستان کې بانکونه د خلکو د پیسو د امانت په بیرته سپارلو په برخه کې هم ستونزې لري او د همدې له امله دغو بانکونو خپلو مشتریانو ته د هغوی د پیسو د بیرته ستنولو په برخه کې یو لړ محدودیتونه لګولي دي.

ښاغلي فقیري وویل: "په عمومي ډول په دې برخه کې خلک په افغانستان کې د بانکونو څخه ښه خاطره نلري دا کار کیدای شي افغانستان کې په نورو اقتصادي چارو باندې هم ناسمې اغیزې وکړي."

خو د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې په تیر څه باندې یو کال کې ددغه بانک د هڅو په پایله کې د بانکونو وضعیت له بحراني حالت څخه وتلی او مخ په عادي کیدو روان دی.

XS
SM
MD
LG