د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې د داعش په برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي


د عراق پوځ
د عراق پوځ

په عراق کې امنیتي او روغتیایي سرچینو ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په برید کې لږ تر لږه ۱۳ پولیس وژل شوي.

د پولیسو یو جګپوړي افسر د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې برید د یکشنبې په ورځ د الرشاد په سیمه کې شوی چې د کرکوک د جنوب په ۶۵ کیلو مترۍ کې دی.

د پولیسو دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د داعش غړیو د فدرالي پولیسو د تالاشۍ په پوستې برید کړی و. هغه ویلي، " ۱۳ وژل شوي او ۱۳ نور ټپي شوي. "

په کرکوک کې د روغتیايي چارو یوې سرچینې هم د دې کسانو د مرګ ژوبلې خبر او ارقام تائید کړي. خو د اسلامي دولت یا بلې کومې ډلې تر اوسه د برید د کولو ادعا نده کړې.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریې کې ګڼ شمیر سیمې د حکومت ونیولې او په عراق کې یې خپل "خلافت" هم اعلان کړ خو د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د سیمه ایزو ملیشو او امنیتي ځواکونو په مرستې دا ډله ماته کړه.

د عراق حکومت په ۲۰۱۷ کال کې د دې ډلې د ماتې اعلان وکړ خو یو شمیر وړې ډلې چې په پټه فعالیت کوي لا هم د عراق په ځینو سیمو کې وخت ناوخت په امنیتي ځواکونو او عامه ځایونو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG