د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د خپل خلافت په مرکز رقه کې ماته وخوړه


Palestinian protesters use slingshots against Israeli soldiers during clashes, at the outskirts of the West Bank village of Mughayer, north of Ramallah.
Palestinian protesters use slingshots against Israeli soldiers during clashes, at the outskirts of the West Bank village of Mughayer, north of Ramallah.

هغو وسله والو ډلو چې امریکا یې ملاتړ کوي ویلي دي د رقه ښار چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خپل پایتخت گاڼه نیولی دی.

د رقه ورزشي ستدیوم او ددې ښار ملکي روغتون د داعش وروستۍ مرچلې وې چې د عیني شاهدانو په وینا د سه شنبې په ورځ پرې د سوریې د دموکراتیکو قواو بیرغ اوچت شو.

په رقه کې د سوریې د دموکراتیکو قواو قوامدان روژده فلات، ویلي دي چې جگړه پای ته رسیدلې، خو د هغه په وینا کردي ځواکونه او عرب ملیشه د نیول شویو ځمکو نه د ماینونو په پاکولو بوخت دي او همداشان د داعش د پاته شونو پسې گرځي.

د سوریې د دموکراتیکو قواو ویاند طلال سیلو، ویلي چې د ماینونو له پاکولو او د ښار د بشپړه تصفیې وروسته به د رقه ښار د ازادۍ رسمي اعلامیه خپره شي.

داعش په روان میلادي کال کې په عراق او سوریې کې د خپلې واکمنۍ لاندې زیاتې سیمې بایللي دي، خو اوس هم ددې ډلې جنگیالي د فرات سیند په غاړو او د هغې په شاوخوا سحراو کې شته.

د سوریې دموکراتیک ځواکونه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په ملاتړ د روان کال د جون د میاشتې راهیسې د داعش نه د رقه ښار د نیولو لپاره په جگړو بوخت وو.

عیني شاهدانو هم د رویترز اژانس ته ویلي چې د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو جنگیالي په رقه کې خپل بریالیتوب لمانځي او په موټرو کې سپاره په سړکونو او کوڅو کې گرځي او شعارونه ورکوي.

د رقه ښار د بشپړه نیولو لپاره د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو وروستني عملیات د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې پیل شول چې د داعش زیات شمیر جنگیالیو د قبائیلي مشرانو سره د یوې معاملې له مخې له دې ښار نه ووتل او یواځې ٣٠٠ جنگیالي د ښار د وروستیو مرچلو د دفاع لپاره په رقه کې پاته شول.

د سوریې کردي جنگیالیو ویلي دي چې داعش په رقه کې د خپلو مرچلو نه له تیښتې دمخه هغه اسناد او وسلې چې له ځانه سره یې نشوای وړای، سوزولي دي.

په یوه بله ځانگړې پیښه کې د لبنان د حزب الله د ډلې د رسنیو یوې پوځي څانگې ویلي دي چې د سوریې پوځ د حزب الله په مرسته د سوریې د دیرالزور له ښار نه داعش ایستلی دی.

اوس یواځنی گڼ نفوسه سیمه چې د داعش په لاس کې ده د فرات د رود په شاوخوا او د دیرالزور د ښار په گاونډ کې سیمې دي چې ویل کې د داعش زیات شمیر جنگیالي هلته دیره دي.

XS
SM
MD
LG