د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا کوي د کابل په دشت برچي کې برید دوي کړی


چاودنه په همدې ورزشي کلب کې شوې چې لږ تر لږه ۴ تنه پکې وژل شوي.
چاودنه په همدې ورزشي کلب کې شوې چې لږ تر لږه ۴ تنه پکې وژل شوي.

د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګې ادعا کړې چې د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې په یو ورزشي کلب کې چاودنه دوي کړې.

پدې چاودنې چې تیره ورځ وشوه، لږ تر لږه ۴ تنه ووژل شول او ۷ تنه نور ټپي شول.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د داعش – خراسان څانګې د ادعا په هکله تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د هغو بریدونو ملامتي په داعش ډلې اچول شوې او یا یې دې ډلې د کولو ادعا کړې چې شعیه ګان او هزاره ګان پکې په نښه شویدي.

د عیني شاهدانو په وینا،‌ چادونه په یو ورزشي کلب کې دننه پداسې حال کې شوې، چې لسګونه ځوانان په دغه کلب کې په تمرینونو بوخت وو.

دشت برچي چې د کابل ښار په لوېديځ کې شیعه ګڼ مېشته سيمه ده، په تېرو دوو کلونو کې پکې یو شمېر چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنید وروسته، طالب چارواکو تل د ټولیز امنیت د ټینګښت خبره کړې ده، خو په څه باندې دوو کلونو کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه وژونکي بریدونه شويدي.

داعش –خراسان ډله له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د شیعه ګانو په تېره بیا د هزاره توکمو پر وړاندې د خونړیو بریدونو مسووله ده. همداراز، دغې ډلې پر سني مسلمانانو هم مرګونې بریدونه کړي دي.

داعش ترهګرې ډلې نه یوازې دا چې دغه قومي او مذهبي لږکۍ په جوماتونو، روغتونونو، ښوونځیو، مظاهرو او نورو عامه ځایونو کې په نښه کړي، بلکې د دې خونړیو بریدونو پړه یې هم له کوم دلیل او توجیه پرته په غاړه اخیستې ده.

سره لدې چې متحده ایالات وایي په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال راپدیخوا د داعش-خراسان څانګې پر ضد د طالبانو مبارزه بریالۍ وه او پدې مودې کې د دې ډلې لږ تر لږه ۸ مهم غړي وژل شوي چې په نورو هیوادونو کې د بریدونو کولو په پلان جوړولو کې یې لاس درلود خو لا هم د امریکا لپاره په افغانستان کې تر ټولو ستره اندیښنه د داعش شتون دی.



فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG