د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ‌‌‌‌‌‌وسله والو د کونړ استیناف څارنوالۍ اجرایه مدیر وواژه


دیوه ګل دره د کونړ په ولایت د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې لومړنی مرکز و چې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې پکې فعالیت پیل کړی و.
دیوه ګل دره د کونړ په ولایت د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې لومړنی مرکز و چې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې پکې فعالیت پیل کړی و.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت امریکا غږ ته وویل چې د کونړ استیناف څارنوالۍ اجریه مدیر شرین ګل نن سهارد څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې مرکز اسداباد ته وظیفې ته پر لاره و چېداعش وسله والونیولی او وژلی دی.

پاسوال جمعه ګل همت وايي چې داعش وسله وال له ولسي غبرګون سره هم مخ شوي چی د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د ځايي قوماندان د وراره په ګ‌‌‌‌‌‌ډون دوه داعش وسله وال پکې وژل شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې د څارنوالۍ دغه مامور څخه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې سر هم پرې کړی دی.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

دیوه ګل دره د کونړ په ولایت د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې لومړنی مرکز و چې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې پکې فعالیت پیل کړی و او څو اونۍ وړاندې په دغه سیمه کې د حکومتي ځواکونو په وینا د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې شل وسله وال هم وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG