د لاس رسي وړ اتصالات

په غزې د اسرئیل په هوایي بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي


په فلسطین کې چارواکي وایي د اسرائیل هوایي ځواکونو جمعه اګست ۵ (زمري۱۴) په غزې کې څو ځله هوایي بمبارۍ کړې او د یو جګپوړي وسله وال په ګډون یې ۱۰ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپي کړیدي.

اسرائیل وایي چې په هوایي بریدونو کې "اسلامي جهادي وسله والې ډلې " په نښه شوې او دا چې هغوي د "ژر پیښیدونکي" ګواښ ته د ځواب ویلو په خاطر دا بریدونه کړي خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي چې ګواښ د چا لخوا متوجه وي.

په عین حال کې په فلسطین کې وسله والو ډلو په غزې د اسرائیل د هوایي برید څخه یوازې څو ساعته وروسته ګڼ شمیر توغندي وار کړي. وسله والو ډلو ویلي چې ۱۰۰ راکټونه یې وار کړي.

اسرائیل او په غزې کې د حماس وسله والو پدې تیرو پنځلسو کالونو کې څلور ځله ستر او ګڼ شمیر واړه جنګونه کړي او د جمعې په ورځ هم د دواړو ډلو سرتیري نږدې و چې په جګړې کې ښکیل شي.

د اسرائیل په یو هوایي برید کې د غزې په ښار کې یوه اوه پوړیزه ودانۍ لګیدلې. یوه ویډیو چې د اسرائیل پوځ خپره کړې، پکې ښودل کیږي چې په برید کې د ګارډ درې پوستې له منځه تللي او پکې مشکوک وسله وال وژل شویدي.

د اسرائیل صدراعظم یایر لاپید په تلویزیوني وینا کې وویل چې په غزې دا بریدونه د "کره ګواښونو" پر اساس شویدي.

هغه وویل، " دا حکومت د غزې څخه د اسرائیل په خاورې د هر ډول بریدونو کوښښ کولو ته هیڅ ډول زغم نلري. کله چې څوک د اسرائیل ولس ته د زیان رسولو کوښښ وکړي، اسرائیل به چوپ پاتې نشي".د اسرائیل صدراعظم وویل چې په غزې کې د پراخې شخړې لیوالتیا نلري.

د اسرائیل او حماس تر منځ دا شخړې د اسرائیل د سرپرست صدراعظم لپاره یو امتحان دی. هغه د همدې کال د نومبر تر میاشتې پورې چې پدې هیواد کې انتخابات کیږي، پدې مقام کې شته خو هیله لري چې انتخابات وګټي او خپل مقام وساتي.

سره لدې چې په اسرائیل کې چارواکو ندي ویلي د حماس د راکټونو په بریدونو کې څومره مرګ ژوبله اوښتې خو د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې یوه پنځه کلنه ماشومه او یوه ۲۳ کلنه میرمن وژل شوې او ۵۵ نور ټپیان شوي.

د وزارت په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې څومره وسله او څومره عام خلک وژل شوي او ټپي شوي خو د اسرائیل پوځ ویلي لومړني اټکلونه ښیي چې تر ۱۵ پورې وسله وال پدې هوایي بریدونو کې وژل شوي.

د اسرائیل په هوایي بریدونو کې د اسلامي جهاد د وسله والې ډلې یو قوماندان تیسیر الجعبري هم وژل شوی چې د غزې په شمالي برخې کې د ډلې قوماندان و.

XS
SM
MD
LG