د لاس رسي وړ اتصالات

د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د مصر په منځګړتوب اوربند وشو


د حماس ستر مشر اسمعیل هانیه (منځ کې) د غزې په ښار کې د روان کال د مارچ په ٢٧ – مه ورانې ویجاړې ودانۍ گوري. ښاغلی هانیه له اسرائیلو سره له سرحدي نښتونه وروسته د جگړې ځپل شوې سیمی گوری.
د حماس ستر مشر اسمعیل هانیه (منځ کې) د غزې په ښار کې د روان کال د مارچ په ٢٧ – مه ورانې ویجاړې ودانۍ گوري. ښاغلی هانیه له اسرائیلو سره له سرحدي نښتونه وروسته د جگړې ځپل شوې سیمی گوری.

د اسلامی جهاد ډله پر اسرائیل تور لگوی چی له دوی سره ېې د تفاهم او تشدد د بندولو لارې چارې، او پرغزه ېې د اقتصادي بندیزونو د اسانتیاو راوستل په ټپه درولی دي.

د فلسطین چارواکی وايی چی له اسرائیل سره پریوه اوربند د حماس او اسلامي جهاد له خوانه روغه شویده. دغه موافقه د مصري منځگړو په مرسته وشوله. تراوسه پورې پر اوربند عمل کېږي. په دغه تازه جگړه کې څلور اسرائیلیان او شل تنه فلسطینیان د جمعی د ورځی راهیسی وژل شویدی.

تردې مخکې فلسطیینانو پر اسرائیل دتوغندیو ډزې وکړلی او اسرائیل د غزې په تړانگه په لس دولس ځایونو کې سخته بمباری وکړله. که اوربند وشی نود فلسطين ا و اسرائیل ترمنځ به یوه معامله هغه خونړۍ جگړه بنده کاندی چی له ٢٠١۴ کال راهیسی پیل شوېده.

د اسرائیل او فلسطین کې ترمنځ په تیرو دوو ورځو کې ډېره سخته جگړه روانه وه؛ خو نن ددوشنبی په ورځ، هغه وخت بنده شوله چې د اسرائیل پوځ په جنوبی برخو کې پر اوسېدونکیو د خوندي ساتنی محدودیتونه لېری کړل.

اوربند به څومره دوام وکي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

د حماس ډلې راډیو ستیشن هم د غزې په تړانگه کېد اوربند رپوټ ورکړ. که څه هم دېوې خوانه هم په رسمی ډول د اوربند اعلان ندی شوی.

د وژل شویو په جمله کې یوهم د حماس قوماندان حامد احمد الخوداری دی.

اسرائېل نوموړی د غزې په تړانگه کې جگړنو ته له ایران نه د پېسو دانتقال په برخه کې گرم باله. د هغه وژل په دې بریدونو کې په نښه شوي ول.

داسرائیل پورځ وايی جگړه مارانو تقریبا شپږ سوه توغندي د ا سرائیل پر جنوبی برخو د جمعی د ورځې راهیسی وار کړیدی. اسرائیل د غزې په تړانگه کې پر ٢٦٠ اهدافو بمبارۍ کړی دی.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یوه ټویټ کې ولیکل: یوځل بیا پر اسرائیلی قواو د وژونکیو راکټونو بریدونه د حماس او اسلامی ډلی دترهگرانو له خوانه کېږی. موږ په سلو کې سل د اسرائیل ملاتړ کوو چی د خلو اتباعو ملاتړ وکړی.

هغه دغزې خلکو ته داسی وویل: د غزې خلکو د اسرائیل خلاف به د ترهگرۍ دا بریدونه تاسی ته هېڅ هم په لاس درنکړی. نور فقر او بیچارگی به هم راولی. تشدد پایته ورسوئ او د سولی په لور گام پورته کړئ. سوله کیدلی شی.

د فلسطین د روغتیايی چارو مامورین رپوټ ورکوی چې٢٣ تنه وژل شوي دی په دې شمیر کې لږ ترلږنهه جگړه ماران، دوې امیدوارې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

په دغه نښتنه کې څلور اسرائیلیان هم وژل شویدی. دا اول ځل دی چی څلور تنه اسرائیلیان د ٢٠١۴ کال د پنځوس ورځنۍ جگړی نه وروسته په ډزو کې ووژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG