د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل کې پنځه کسان د داعش د برید په تړاو نیول شوي 


اسرائیلي مقاماتو پنځه تورن کسان د هغه برید په تړاو نیولي چې داعش یې د ترسره کولو ادعا کړې او دوه اسرائیلي پولیس په کې وژل شوي دي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې د اسرائیل دوه پولیس افسران یې د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (وري ۷) ناوخته د خدرا په ښار کې وژلي دي.

دا اسرائیلي پولیس پداسې حال کې وژل شوي چې د متحده ایالاتو او عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د یوې بې سارې غونډې لپاره اسرائیل ته تللي دي.

د اسرائیل استخباراتي ادارو بیا ویلي چې برید ګر اسرائیلي عربان او د اسلامي دولت سیمه ایز وسله وال وو. دا په اسرائیل کې دننه د داعش د برید یوه نادره پیښه ده. په برید کې همداشان پنځه تنه ټپیان شوي هم دي.

یوه بله منبع وایي بریدګر دوه اسرائیلي-عربان وو چې د عرب میشته اوم الفام ښار اوسیدونکي وو او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد افسرانو له خوا وژل شوي دي.

د اسرائیل د پولیسو یوې اعلامیې ویلي چې پولیسو ددغو تورنو کسانو د نیولو په وخت د داعش اړوند کتابونه او وسلې هم نیولې دي.

په همدې حال کې د اسرائیل د دفاع وزیر بیني ګانتز ویلي چې د پوځ، پولیسو او استخباراتي ادارو د مشرانو سره د وضعیت جاج اخلي. د اسرائیل صدراعظم نفتالي بینیت هم د برید په وخت په همدې ښار کې و او پولیسو ورته د برید په هکله معلومات ورکړي.

د حماس فلسطینۍ ډلې چې په غزه کې واکمنه ده په اسرائیل کې د یکشنبې د ورځې دغه برید ستایلی دی. همداشان په غزه کې د اسلامي جهاد ملیشه ډلې او د لبنان د حزب الله ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي هم دا برید ستایلی دی.

خو په اسرائیل کې عرب-اسرائیلي وکیل منصور عباس بیا دا برید غندلی او په یوې اعلامیې کې یې ویلي چې «د داعش ظالمانه تروریزم په اسرائیل کې د عربي ټولنې استازیتوب نه کوي.»

XS
SM
MD
LG