د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د ایران سره په خبرو کې د جدي دریځ غوښتنه وکړه


په ویانا کې د ایران د اتومي تړون په هکله په پنځه ورځنیو مذاکراتو کې کومه ښکاره نتیجه تر لاسه نشوه.
په ویانا کې د ایران د اتومي تړون په هکله په پنځه ورځنیو مذاکراتو کې کومه ښکاره نتیجه تر لاسه نشوه.

پداسې حال کې چې د اتریش په پایتخت ویانا کې د ایران د اتومي تړون د بیرته احیا کولو او پدې تړون کې د متحده ایالاتو او ایران د بیرته یو ځای کیدو په هکله پنځه ورځنۍ خبرې پای ته ورسیدې، د خبرو ګډونوالو په ښکاره ناهیلتوب ښودلی.

راپورونه وايي‌ چې متحده ایالات او ایران دواړه په خبرو کې جدي نه ښکارېدل.

د اروپایي اتحادیې دیپلوماتانو په ایران تور پورې کړی چې خپلې پخوانۍ ژمنې یې ندي په ځای کړي. حتی روسیه چې د ایران سره جدي اړیکې پالي، پدې پروسه کې یې د ایران په ژمنو شک ښودلی.

سره لدې چې اسرائیل پدې خبرو کې ګډون نلري خو واشنګټن ته یې خپل دوه جګپوړي امنيتي چارواکي د سلا مشورو لپاره استولي او هم یې په ویانا کې د خبرو د نتیجې په هکله بیانونه ورکړي.

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بینیت تیره ورځ پدې هکله وویل، "زه په ټولو هغو هیوادونو چې په ویانا کې د ایران سره خبرې کوي غږ کوم چې جدي دریځ غوره کړي او دا دې ایران ته واضح کړي چې په عینې وخت کې د یورانیمو غني کول او خبرې نشي کولای. ایران باید د خپلو سرغړاونو بیعه ورکړي. "

ټاکل شوې چې په ویانا کې د ایران او ځواکمنو هیوادونو استازي په راتلونکو ورځو کې بیا سره جرګه کیږي. په راتلونکو خبرو کې به دا هم واضح شي چې د دواړو خواو تر منځ فاصله د جدي بحران او که چمتوالي نښه ده.

د ایران اتومي تړون په ۲۰۱۵ کال کې د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما په حکومت کې په دې نیت لاسلیک شو چې ایران به د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې خپل اتومي فعالیت محدود کوي او یوارنیم به په لوړه کچه نه غنې کوي.

خو د تړون د لاسلیک نه تقریباً درې کاله وروسته د امریکا مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اسرائیل د مخکني صدراعظم بنیامین نتن یاهو په جدې هڅونې په یو اړخیزه توګه د دې تړون څخه ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

ایران د امریکا ددې اقدام په ځواب کې خپل اتومي فعالیت ډیر کړ او نه یوازې یې په لوړه کچه د یورانیمو غني کول زیات کړل بلکې په لوړه کچه د غني شویو یورانیمو ذخیره یې هم ډیره کړله.

ایران د خبرو په تیر رونډ کې وویل چې په پخوانیو مذاکراتو کې چې په هر څه موافقه شوې بیا پرې خبرې کیدی شي.

XS
SM
MD
LG