د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل پر سوریې د میزایلو برید کړی 


بریدونه د یکشنبې په شپې شوي دي. تصویر ارشیف
بریدونه د یکشنبې په شپې شوي دي. تصویر ارشیف

په سوریې کې چارواکي‌ وايي اسرائیلو د دغه هېواد نړیوال هوايي ډګر په میزایلو ویشتلی.

د سوریې د جګړې یوه څارونکې ډله وایي‌ چې په برید کې یا د حزب الله او یا هم د ایراني ځواکونو د وسلو زیرمه په نښه شوې ده. له برید وروسته په دمشق کې د درنو غږونو چاودنې واورېدل شوې.

د سوریې حکومتي اژانس سنا ځينې تصویرونه خپاره کړې چې په کې ښودل کیږي د سوریې ځواکونو دفاعي بریدونه کړي‌ دي. اژانس د یو چارواکو له خولې بریدونه تاید کړي‌ خو نور جزییات یې ورکړي‌ نه دي.

په بریتانیا کې د سوریې د بشري‌حقونو د څار ډلې مشر رامي‌ عبدالرحمن وايي چې په برید کې هوایي ډګر ته نژدې د لبنان دحزب الله ډلې د وسلو زیرمه په نښه شوې ده،‌ خو د تلفاتو په اړه یې لا راپور نشته.

اسرائیل په اسانۍ سره نه مني چې د سوریې پر خاورې دې برید کړی وي،‌ خو په وار وار یې دا خبرداری ورکړی دی چې د خپلو غلیمانو د وسلو د اکمالاتي لارو پر ضد به پوځي ‌اقدامات کوي.

د همدغې میاشتې په پیل کې یو اسرائیلي چارواکي وویل چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې په سوریې کې د ایران ۲۰۰ هدفونه په نښه کړي دي.

اسرائیل او امریکا ایران په منځني ختیځ د ورنکاریو په پارولو او امنیت په خرابولو تورنوي او له ایران او حزب الله غواړي چې په سوریې کې خپل پوځي شتون ختم کړي. ایران لا په دې اړه څه نه دي‌ویلي.

XS
SM
MD
LG