د لاس رسي وړ اتصالات

د ایتوپیا په زرګونو یهودان اسرائیل ته انتقالیږي


اسرائیل له سپتمبر راهیسې له ایتوپیا څخه د زرګونو یهودانو د ایستلو پروازونه پیل کړي دي.

اسرائیل په داسې حال کې دا اقدام کړی چې د ایتوپیا د تیګرای په ولایت کې، چیرې چې دغه یهودان مېشت دي، کورنۍ جګړې زور اخیستی دی او د اګست د میاشتې راهیسې، د سلګونو خلکو د وژل کېدو او په لسګونو ښځو باندې د جنسي تیري راپورونه ورکړل شوي دي.

د اسرائیل ددغه ماموریت هدف دادی چې نږدې ۳۰۰۰ هغه ایتوپیایان اسرائیل ته ولېږدوي چې په دغه هیواد کې د کورنۍ غړي یا خپلوان لري او څو لسیزې یې له خپلوانو سره د یوځای کېدو لپاره انتظار کړی دی.

په اسرائیل کې شاوخوا ۱۴۰ زره ایتوپیايي یهودیان ژوند کوي. د دوی د ټولنې مشران اټکل کوي چې شاوخوا شپږ زره نور یې په ایتوپیا کې پاتې دي.

دغه الوتنې د اسرائیل د حکومت او په امریکا کې د یهودانو د ټولنو له خوا تمویلیږي.

د عبري پوهنتون استاد ستیف کاپلان په ایتوپیا کې د یهودانو د ژغورلو وروستۍ هلې ځلې د ایتوپیا په ناارامیو پورې تړلي نه ګڼي: "دا تر ډیره بریده د اسرائیل په کورني سیاست او راتلونکو ټاکنو پورې تړلې خبره ده."

په اسرائیل کې میشت د ایتوپیايي یهودانو ټولنه پر حکومت تور لګوي چې د ۲۰۱۵ کال هغه پرېکړه په لوی لاس ځنډوي چې له مخې یې په ایتوپیا کې پاتې ټول یهوادان باید اسرائیل ته ولېږدول شي.

د ایتوپیا کورنۍ جګړه د تیګرای په شمالي سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د ایتوپیا ډیر یهودان تیګرای ته نږدې مېشت دی. چارواکي وايي دوی نیغ په نیغه د جنګ له ګواښ سره ندي مخامخ خو په غیر مستقیم ډول یې جنګ ګواښي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ د تړلو دروازو تر شا په یوه غونډه کې د ایتوپیا د شخړې په اړه بحث وکړ خو د خپلو ۱۵ غړو تر منځ د نظرونو د اختلاف له امله یې کومه اعلامیه خپره نه کړه.

د یهودانو د ادارې مرستیال شای فلبر وویل:"مونږ وینو چې کډوال د ایتوپیا په ګوندار سیمه کې د جنګ له امله له ګرانۍ او اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي. مونږ په دغو سیمو کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ یو."

خو ځینې ایتیوپايي الاصله اسرائیلیان وايي‌، اسرائیل مسئولیت لري چې د تیګرای په جنګ ځپلې سیمه کې په زرګونو بند پاتې یهودان وژغوري، او هغه کسان هم په بر کې ونیسي چې په اسرائیل کې خپلوان نه لري.

ایتوپیايي الاصله اسرائیلۍ فعالې السا بروچ یاسو وویل: "اوکراین ته وګورئ. د اسرائیل حکومت هلته نه یوازې یهودان بلکه نور کسان هم وژغورل. زه په اخلاقي لحاظ د دې اقدام ملاتړ کوم. خو دوی ولې له تیګرای څخه یهودان اسرائیل ته نه راولي؟"

د اسرائیل چارواکي وايي، د دوی د ماموریت هدف له ګواښ سره مخ یهودانو ژغورنه ده او له ایتوپیا څخه به دغه الوتنې تر راتلونکو څو میاشتو پورې جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG