د لاس رسي وړ اتصالات

درې اروپايي هېوادونه فلسطیني دولت په رسمیت پیژني؛ اسرائیل په قهر دی


د ایرلنډ صدراعظم سایمن هاریس (منځنی) د بهرنیو چارو او ترانسپورت له وزیرانو سره د فلسطیني دولت د رسمیت پیژندنې په اړه په خبري غونډه کې.
د ایرلنډ صدراعظم سایمن هاریس (منځنی) د بهرنیو چارو او ترانسپورت له وزیرانو سره د فلسطیني دولت د رسمیت پیژندنې په اړه په خبري غونډه کې.

ایرلنډ، ناروې او هسپانیا د چهارشنبې په ورځ می ۲۲ (غبرګولي ۲) وویل چې د می په ۲۸مه به فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني.

اسرائیل دغه اعلان ته سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا پر اسرائیل باندې د حماس اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته، چې له کبله یې په غزه کې جګړه پیل شوه، د "ترهګرۍ د ستایلو" په معنا ده.

اسرائیل ویلي چې له ایرلنډ او ناروې څخه یې خپل سفیران د "بیړنیو سلا مشورو" لپاره ورغوښتي او له هسپانیې سره هم د ورته اقدام پلان لري.

د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز تور لګولی چې "د دې هیوادونو دا دوه مخی ګام د اکتوبر اوومې د قربانیانو په یاد کې بې انصافي ده."

د امریکا په ګډون ډیری لویدیځ حکومتونه وايي چې غواړي یوه ورځ د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني، خو غوښتنه کوي چې لومړی باید سرحدونه مشخص او د بیت المقدس د ملکیت په څېر د حساسو مسئلو په سر موافقه وشي.

خو د هسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز تور لګولی چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د "درد او ویجاړۍ" کمپاین د دوه دولتونو حل لاره په "خطر" کې اچولې ده.

د ناروې صدراعظم یوناس ګارسټوره وویل: "د فلسطین [په رسمیت] پیژندل د هغو منځلارو ځواکونو د ملاتړ یوه وسیله ده چې په دې اوږده او وحشیانه شخړه کې یې ځای له لاسه ورکړی دی."

هغه زیاته کړه: "د جګړې په جریان کې، د لسګونو زرو وژل شویو او ټپیانو سره، موږ باید یوازینی بدیل ژوندی وساتو چې د اسرائیل او فلسطینیانو لپاره یو شان سیاسي حل وړاندې کوي او دوه دولتونه، په ګډه، په سوله او امنیت کې ژوند وکړي."

د فلسطین د ادارې په وینا، چې د اشغال شوې لویدیځې غاړې ځینې برخې اداره کوي، د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هیوادونو څخه ۱۴۲ لا دمخه د فلسطین دولت په رسمیت پیژني.

د حماس جګپوړي چارواکي باسم نعیم د دریو اروپایي حکومتونو د پرېکړې ستاینه وکړه.

هغه فرانس پرس ته وویل: "دا پرله پسې تسلیمونه د دې زړور مقاومت او د فلسطین د خلکو د افسانوي استقامت مستقیمه پایله ده. موږ باور لرو چې دا به د فلسطین د مسئلې په اړه په نړیوال دریځ کې د بدلون ټکی وي."

د ایرلنډ صدراعظم سایمن هاریس د اکتوبر د اوومې برید "وحشیانه" بللی، خو زیاته کړې یې ده چې "د نسلونو راهیسې روان تاوتریخوالي، غچ اخیستنې او کرکې د ختمولو یوازینۍ لار د دوه دولتونو حل لاره ده."

په غزه کې روانه جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه. اسرائیلي مقامات وايي په دغه برید کې ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک ووژل شول.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت وايي، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه لږ تر لږه ۳۵۶۴۷ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

اسرائیل ویلي د غزې په عملیاتو کې یې له ۱۴۰۰۰ زیات اورپکي او شاوخوا ۱۶۰۰۰ ملکي خلک وژلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG