د لاس رسي وړ اتصالات

نیتن یاهو د ایران سره د موافقي جدي مخالفت وکړ


د اسرائیل صدر اعظم بینجامین نیتن یاهو د امریکا د کانګریس غړیو ته پخپلې وینا کې وویل چې د ایران سره د اتومي پروګرام پر سره خبرې به ښایي دا تضمین کړي چې ایران اتومي وسلې تر لاسه کړي.

نیتن یاهو وایي دا کار نه یوازې منځني ختیځ بلکه ټولې نړۍ ته خطر دی. د اسرایل مشر پخپلې وینا کې هغه خطرونه په ډاګه کړل چې په اتومي وسلو سمبال ایران یې اسرایلته پیدا کوي.

" که چیرته ایران هغه موافقه ومني چې همدا اوس پرې خبرې کیږي، نو دا به د اتومي وسلو د جوړیدو لپاره د ایران مخه ونه نیسي، بلکه دا موافقه د دې تضمین کوي چې هغوي به اتومي وسلې ولري او ډیرې وسلې به ولري. "

نیتن یاهو وویل: " ایران په نړۍ کې د ترهګرو ملاتړ کوي، د ایران په رژیم باور کیدلی نشي ځکه چې دا رژیم د پخوا نه سخت دریزه و. د امریکا سره دا تړون به د اتومي وسلې د جوړیدو لپاره د ایران مخه ونه نیسي بلکه هغوي ته به لارې چارې نورې هم آسانه کړي. "

د اسرایل صدر اعظم پخپلې وینا کې د امریکا او اسرایلپه اړیکو ټینګار وکړ او هم یې د ولسمشر براک اوباما نه مننه وکړه چې د اسریلو لپاره یې زیات کارونه کړیدي.

نیتن یاهو د کانګریس نه هم مننه وکړه چې د اسرایلو سره یې پوځي مرستې کړیدي، هغه د آیرن ډومز یادونه وکړه او ویې ویل چې پدې سره د هغو سل ګونه توغندیو مخه نیول شویده چې د حماس ډلې په هغوي توغولي دي.

بینجامین نیتن یاهو د پخوا راهیسمې دا خبره کوي چې په اتومي وسلو سمبال ایران د هغه د هیواد موجودیت ته ستر ګواښ دی او انتقاد کوي چې پدې خبرو کې د نړۍ قدرت لرونکي هیوادنه ایران ته په نرمه لهجه خبرې کوي او زیات مراعت ورسره کوي.

په کانګریس کې د وینا لپاره ښاغلي نیتن یاهو ته سپینې ماڼۍ نه ، بلکه د ولسي جرګې د جمهوري غوښتونکي د ګوند مشر جان بینر بلنه ورکړې وه. نیتن یاهو په واشنګنټن کې د اسرایلو د پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې امریکا او اسرایل دواړه پدې موافق دي چې ایران د اتومي وسلو جوړیدو ته پرې نږدي خو د دا چې دا هدف څرنګه باید تر لاسه شي، پدې برخې کې اختلاف شته دی

" امریکایي مشران د خپل امنیت په هکله اندیښنه لري خو د اسرایل مشران بیا د خپل موجودیت او بقا په هکله اندیښنه لري. "

ولسمشر براک اوباما هم د رویټرز خبري اژانس سره په مرکې کې دغه اختلافات منلي دي. اوباما وایي چې اسریال او امریکا د ایران د اتومي جنجال د حل لپاره د پام وړ اختلافات لري.

امریکایي او ایراني چارواکي په سویس کې په خبرو اخته دي
امریکایي او ایراني چارواکي په سویس کې په خبرو اخته دي

ایران او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي هیوادونه او جرمني چې په پنځمه جمع یو مشهور دي، کوښښ کوي چې د همدې روانې میاشتې تر 31 مې نیټې د یوې موافقې لپاره چوکاټ جوړ کړي. هغوي د جون د میاشتې تر لومړۍ نیټې وخت ټاکلی چې باید یوې نهایي پریکړې ته سره ورسیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، هغوي پوره کوښښ کوي چې موافقې ته سره ورسیږي

" مونږ د خبرو د پرمختګ لپاره جدي یو، مونږ تل دا خبره کړیده چې د مخکې تګ لپاره باید سیاسي اراده موجوده وي او د حل یوازینی لار، مذاکرات دي. "

د ایران سرکاري خبری اژانس د رپوټ له مخې د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف ویلي دي چې ایران پدې خبرو کې په ریښتیني ډول برخه لري خو د هغه په قول چې په خبرو کې د نورو ګډونوالو بې منطقه او حریثو غوښتونو ته به غاړه کښینږدي.

د ارنا خبري اژانس وایي د ښاغلي ظریف د خبرو اشاره د امریکا د ولسمشر براک اوباما هغو څرګندونو ته وه چې هغه د رویټرز خبري اژانس سره په مرکې کې کړې وې. اوباما ویلي و د ایران سره په هغه صورت کې موافقه کیدای شي چې دغه هیواد باید ټینګه ژمنه وکړي او دا ثابته کړي چې د لسو کالو لپاره حساس اتومي فعالیتونه نکوي.

XS
SM
MD
LG