د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانگرس دپاره د بحث توده مسله!


جمهور رئیس بارک اوباما وایي د ایران سره د موافقې اکثر جزییات به په راتلونکو دریو میاشتو کې نهایي شي
جمهور رئیس بارک اوباما وایي د ایران سره د موافقې اکثر جزییات به په راتلونکو دریو میاشتو کې نهایي شي

د ایران د اتمي پروگرام په تړاو د پنجشنبې د ورځې تاریخي موافقه اوس هم په نړیواله کچه د خبرو او بحث توده موضؤع ده. د ایران سره لومړنی هوکړه به د رخصتیو نه وروسته د کانگرس د بحث مهمه موضؤع وي.

جمهور رئیس بارک اوباما د نیویارک تایمز سره د مرکې په ترڅ کې چې پرون خپره شوه وویل چې د بندیزونو دوام به نړۍ ته ددې زمینه نه وای برابره کړې چې د ایران د اتمي پروگرام پر څرنگوالی پوه شي او پوځي برید هم د ایران د مخنیوی موقتي لاره وه چې دوي به یې د اتم بم د جوړولو په لور بیړي ته لا هڅولي واي.

د موافقې پر جزییاتو باندې به وروستۍ هوکړه په راتلونکو دریو میاشتو کې وشي.

جمهور رئیس بارک اوباما په دې اړه داسې وویل، «اکثر جزییات به د راتلونکو دریو میاشتو په لړ کې نهایي شي او هیڅ هم ندي منل شوی، تر څو چې پر ټولو مسلو هوکړه نه وی شوې. که پټ فعالیتونه وشي نو موافقه هم لغوه ده. که ایران دا موافقه نقض کړي نو بندیزونه به بیرته پر ځای پاتی شي. او پدې برسیره به د تروریزم سره د ملاتړ، پر بشري حقونو باندې د تیري، د بالیستیکو توغندیو د پروگرام په سر به یې ورباندې لا نور اضافي بندیزونه هم ولگول شي.»

پاپ فرانسس هم پرون د ایستر په دوعا کې د سویتزرلند موافقې ته په اشارې خوشبیني څرگنده کړه.
پاپ فرانسس هم پرون د ایستر په دوعا کې د سویتزرلند موافقې ته په اشارې خوشبیني څرگنده کړه.

پاپ فرانسس هم پرون دایستر په دوعا کې د سویتزرلند موافقې ته په اشارې خپل غبرگون داسې څرگند کړ، «خدای ته د هیلې په ساتلو هیله من ېو چې د لوزان د وروستی موافقې له لارې د سولې او ورورورلۍ نه ډکې نړۍ په لور یو بل گام هم ور نږدې شو.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت دا موافقه د نړۍ دپاره یو غوره خبر وباله.

د اسراییل صدرعظم بنیا مین نتنیاهو پرون د یکشنبې په ورځ د ان بي سي په تلویزیوني شبکې کې د میټ د پرس سره په مرکې کې د تیرې اونۍ د موافقې سره خپل مخالفت ته دوام ورکړ او زیاته یې کړه چې دا موافقه کافي نده. هغه وویل، «زه نه غواړم چې کومه هوکړه له منځه یوسم. زه غواړم چې ناوړه موافقه لغوه کړم. تاسو ویل چې دا یوه تاریخي معامله او تاریخي موافقه ده خو کیدای شي چې دا یوه تاریخي ناوړه موافقه وي. ځکه زمونږ د عصر ترنورو نه وړاندې ترورست دولت ته چې د اتمی ډگر پراخی هڅې کوي همداسې پریدي. په یاد ولرئ یوازی یو سنتر فیوز هم له منځه ندی وړل شوی. په زرهاو سنتر فیوزونه به د یورانیمو د غنی کولو دپاره تاویږي. د مځکې لاندې بټیو له جملی نه به یوه هم بنده نشي.»

د اسراییل صدرعظم دا موافقه خپل هیواد، سیمې او نړۍ ته گواښ بولي
د اسراییل صدرعظم دا موافقه خپل هیواد، سیمې او نړۍ ته گواښ بولي

د ایران او هغې ډلې ترمنځ چې امریکا، برتانیه، چین، فرانسه، روسیه، او جرمنی پکې شامل دي، په سویتزرلند کې اته ورځنیو جدي خبرو، د کلونو اوږده او حساس مذاکرات پایته ورسېدل.

د ایران سره د اتمی چارو په برخه کې چین مثبت غبرگون و ښود
د ایران سره د اتمی چارو په برخه کې چین مثبت غبرگون و ښود

پدې برسیره چی ددې موافقی پربنسټ به د ملگرو ملتونو د څار کچه زېاتېږي، باید ایران د غني شویو یورانیمو اوسنۍ ذخیرې خنثی کړي. پدې هم موافقه وشوه چې د یورانیمو د غنی کولو دپاره دې د سنتر فیوزونو اوسنی شمېر چې نولس زره دي، شپږ زره او سلو ته را ښکته شي.

د ایران د اتمي پروگرام په تړاو د پنجشنبې د ورځې سیاسي تاریخي موافقه اوس هم په نړیواله کچه د خبرو او بحث توده موضؤع ده.

پداسې حا ل کې چې پر سپېنې ماڼۍ باندې فشار مخ په زیاتیدو دی جمهور رئیس د ایران سره دمعاملې د دفاع او پرمخ بیولو لپاره په نوی اقدام لاس پورې کړی دی.

منتقدین چې پکې اکثر د کانگرس جمهوري غوښتنوکي غړي شامل دي وایي، وروستۍ منظوري باید د استازو او سنا د جرگو له خوا وشي خو جمهور رئیس اوباما وایي لدې موافقې سره د مخالفت رایه به ویتو کړي.

سناتور لندسې گراهام چې ددې موافقې سخت مخالف دی پدې اړه داسې وویل، «تر څو چې ایران خپل تحریک آمیزه او پارونکی سلوک بدل نه کړي نو زه فکر کوم چې مونږ به لیوني ېو چې دوی ته لا نورې وړتیاوې او پیسې ورکړو

د رایو سروې ښیي چې اکثر امریکاییان د ایران د اتمي پروگرام د حل او فصل په لاره کې مانع نه ویني او د کانگرس اکثر غړي په خپلو سیمو کې د خپلو ملاتړو سره گوري او هر هغه پیام چې د کانگرس غړي یی له خلکو نه واوروي، په راتلونکی اونۍ کې چې د کانگرس غړي د خپلو رخصتیو نه بیرته ستنیږی د بحث اصًلی ماهیت او شکل به هم معلوم کړي.

XS
SM
MD
LG