د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د لبنان له ولسمشر جوزف اعوان او د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره یې ښې خبرې کړې او دواړو منلې چې اوربند به کوي.
ولسمشر ټرمپ نن پنجشنبه (اپریل۱۵) په خپل ټروټ سوشل کې ولیکل چې د دواړو هېوادونو مشرانو منلې ده، چې د سولې ترلاسه کولو لپاره به نن د واشنګټن ډي سي په وخت د مازدیګر په پنځو بجو د لسو ورځو اوربند اعلانوي.
ولسمشر ټرمپ لیکلي دي: «ما د لبنان د خورا درناوي وړ ولسمشر جوزف عوان او د اسرائیل له صدراعظم بي بي نتنياهو سره ډېرې ښې خبرې وکړې. دغو دواړو مشرانو موافقه کړې چې د خپلو هېوادونو ترمنځ د سولې د ترلاسه کولو لپاره به په رسمي ډول (د ختیځ وخت) د ماښام په ۵ بجو د ۱۰ ورځو اوربند پیل کړي.»
په متحدو ایالتونو کې د دغو دواړو هېوادونو سفیرانو د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو په منځګړتوب د سه شنبې په ورځ مخامخ خبرې وکړې. ښاغلي روبیو دا خبرې خورا ګټورې وبللې.
ولسمشر ټرمپ لیکلي دی: «ما مرستیال ولسمشر جی ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر روبیو ته، د ګډو ځواکونو لوی عمومي درستیز جنرال ډن “ریزن” کېن ته لارښوونه کړې چې له اسرائیل او لبنان سره کار وکړي چې یوه دوامداره سوله ترلاسه شي. دا زما لپاره ویاړ دی چې په ټوله نړۍ کې مې نهه جګړې حل کړې دي او دا به زما لسمه وي، نو راځئ چې دا کار بشپړ کړو!.»
ولسمشر ټرمپ د دواړو هېودونو د مشرانو ترمنځ خبرې د دواړو خواو ترمنځ د ساه اخیستو لپاره یو ښه فرصت وباله. دا د ۱۹۹۳ کال را وروسته لومړی ځل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ مخامخ مذاکرات کېږي.
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ په دې اړه په خپل ایکس حساب کې ولیکل چې «ډېر وخت کېږي دغو دواړو مشرانو په خپلو کې سره خبرې نه دي کړې، تقریبآ ۳۴ کاله کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د حزب الله په ترهګرې ډلې د اسرائیل بریدونه لا هم روان دي. رویټرز خبري اژانس ته د لبنان یو مقام ویلي دي چې د لیطاني د بحر د پاسه یو وروستی پل هم د اسرائیل ځواکونو په بریدونو کې ویجاړ شو دی.
د حزب الله ډلې هم په اسرائیل باندې د توغندیو د تازه بریدونه اعلان کړی، له اسرائیل څخه راپورونه وايي چې د اسرائیل په ځینو شمالي ښارګوټو کې د خطر زنګونه وهل شوي او خلک خوندي سیمو ته انتقال شوي، چې په بریدونو کې ژوبل نه شي.
د مارچ له دویمې نېټې راهېسې، د لبنان مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۲۱۰۰ کسان وژل شوي دي او ۱.۲ میلیون نور خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ وېستل شوي دي.
اسرائیل وايي چې د حزب الله په بریدونو کې یې ۱۳ سرتېري او دوه ملکیان وژل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه