د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: د اسرائیل او لبنان مشران ۳۴ کاله وروسته مخامخ خبرې کوي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن په کوربتوب د اسرائیل او لبنان ترمنځ د مخامخ مذاکراتو هرکلی کړی دی. د دواړو هېوادونو مشران شاوخوا ۳۰ کاله وروسته مخامخ خبرې کوي.

په همدې حال کې په لبنان کې د حزب الله په ترهګرې په ډلې باندې د اسرائیل بریدونه روان دي.

ولسمشر ټرمپ دا خبرې د دواړو خواو ترمنځ د ساه اخیستو لپاره یو ښه فرصت وباله. دا د ۱۹۹۳ کال را وروسته لومړی ځل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ مخامخ مذاکرات کېږي.

ولسمشر ټرمپ په دې اړه په خپل ایکس حساب کې ولیکل چې « ډېر وخت کېږي دغو دواړو مشرانو په خپلو کې سره خبرې نه دي کړې، تقریبآ ۳۴ کاله کېږي.»


د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ په متحدو ایالتونو کې د اسرائیل او لبنان د سفیرانو غونډې کوربه و. هغه دا مذاکرات ډېر ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه د حزب الله د بریدونو قربانیان دي.

ښاغلي روبیو: وویل: «دا تر اوربند بره خبره ده. دا د نړۍ پدې برخه کې د حزب الله د ۲۰ یا ۳۰ کلن نفوذ دایمي ختمول دي. نه یوازې هغه زیان چې اسرائیل ته یي اړولی بلکې کوم زیان چې د لبنان خلکو ته هم اړولی دی.»

د اسرائیل صدراعظم د دغو خبرو په اړه په خبل غبرګون کې ویلي دي چې دا خبرې ځکه کېږي چې اسرائیل په ښه دریځ کې دی.

هغه په خپل ایکس کې په یو خپور شوي ویدويي پیغام کې ویلي: «په همدې حال کې موږ له لبنان سره مذاکرات کوو. څلوېښت کاله کېږي چې دا مذاکرات نه دي شوي. اوس کېږي، ځکه چې موږ ډېر ځواکمن یو او هېوادونه موږ ته مخ اړوي. یوازې لبنان نه دی.»

د اسرائیل صدراعظم په خپلو خبرو کې په دوو هدفونو ټېنګار وکړ، چې یو یې د حزب الله بې وسله کول دي او دویم یې د هغه په خبره د ځواک له لارې دایمي سولې ته رسېدل دي.

د لبنان ولسمشر جوزف عوان هم د اوربند لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ په مخامخ مذاکرتو ټېنګار کړی دی.

هغه د پنجشنبې په ورځ وویل: «لبنان چې له اسرائیل څخه د کوم اوربند غوښتنه کړې ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو د پیل یو طبعي ټکی دی.»

په همدې حال کې د اسرائیل د ساینس او تکنالوژۍ وزیر ګیلا ګملیل ویلي چې د دواړو هېوادونو مشران به نن سره وویني، که څه هم لبنان لا د دغو خبرو تائید نه دی کړی.

د خبرو سره سره، اسرائیل وايي چې په لبنان باندې یې خپل بریدونه روان ساتلي دي. د اسرائیل پوځ په خپل رسمي ایکس حساب کې لیکلي دي چې د بنت جبیل کې یې په عملیاتو کې په یو ښوونځي کې د وسلو او مهمات ۱۳۰ سیمې په نښه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG