د لاس رسي وړ اتصالات

نتن یاهو د امریکا-ایران تر منځ د اتومي پروګرام په هکله په موقتي معاملې مخالفت وښود


ایران تل ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې سوله ایز دی خو اسرائیل دا پروګرام د ځان لپاره تر ټولو ستر ګواښ بولي.
ایران تل ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې سوله ایز دی خو اسرائیل دا پروګرام د ځان لپاره تر ټولو ستر ګواښ بولي.

د اسرائیل صدراعظم بنجامین نتن یاهو یکشنبه جون ۱۸ (غبرګولي۲۸) د موقتي موافقې په هکله چې د راپورونو له مخې د ایران د اتومي پروګرام په هکله د واشنګټن او تهران تر منځ پرې خبرې اترې کیږي، مخالفت څرګند کړ.

نتن یاهو وویل اسرائیل متحده ایالاتو ته خبر ورکړی چې "زمونږ په اند وړې موافقې هدف نه پوره کوي او مونږ یې مخالفت کوو".

سره لدې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تیره اوونۍ ویلي وو چې ایران سره هیڅ کومه معامله نده شوې او پدې هکله راپورونه یې هم ناسم وبلل خو د اسرائیل په مطبوعاتو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګوندې واشنګټن د تهران سره په یوې داسې معاملې خبرې کوي چې له مخې به یې تر یو حده د ایران اتومي پروګرام مهار شي او هم به په ایران باندې یو څه لګول شوي اقتصادي بندیزونه لیرې شي.

په مطبوعاتو کې دا خپاره شوي راپورونه په خپلواکه توګه تائید شوي ندي او متحده ایالاتو په عامه توګه دا راپورونه رد کړیدي. خو بل پلو اسرائیلي چارواکي پدې ګمان دي چې د یورانیمو د غني کولو پر سر وار د مخه یو څه تفاهم شوی او د ایران د شتمنیو یوه برخه هم خوشې شوېده.

د اسرائیل په مطبوعاتو کې تیره اوونۍ ویل شوي وو چې د نویو تفاهمونو له مخې به ایران خپل یوارنیم یوازې تر ۶۰ سلنې غني کوي او په بدل کې به یې بندیزونه پرې آسانه کیږي.

دې خبرې ویبسایټ دا هم ویلي چې واشنګټن او تهران د یو بل د بندیانو خوشې کیدو په هکله هم خبرې کوي. اسرائیل او واشنګټن د یو بل سره استخباراتي معلومات شریکوي او د دواړو د تمرکز عمده هدف ایران او د دې هیواد اتومي پروګرام دی.

د خبري ویبسایټ په راپور کې دا هم ویل شوي چې صدراعظم بنیامین نتن یاهو د واشنګټن او تهران تر منځ د نوي تفاهم جزیات تازه د هیواد د پارلمان یوې کمیټې سره شریک کړیدي.

ایراني چارواکو هم تر اوسه د متحده ایالاتو سره د نوي تفاهم او یا معاملې په هکله څرګندونې ندي کړي. دا لومړی ځل ندی چې اسرائیل د ایران سره د اتومي پروګرام په هکله په موافقې خپل مخالفت څرګندوي.

د اسرائیل صدراعظم په ۲۰۱۵ کال کې هم د تهران او نړۍ ځواکمنو هیوادونو تر منځ د اتومي موافقې سره خپل جدي مخالفت څرګند کړی چې د متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما په دوره کې شوې وه.

نتن یاهو په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د پریکړې ټینګ ملاتړ وکړ چې په یو اړخیزه توګه د دې تړون څخه یې امریکا وایستله او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

ایران تل پدې ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو اسرائیل بیا د ایران اتومي پروګرام د ځان لپاره ستر ګواښ بولي. اسرائیل دا هم ویلي چې د اتومي وسلې د تر لاسه کولو د مخنیوي لپاره د ایران پر ضد د نظامي اقدام څخه هم کار اخیستلی شي.

XS
SM
MD
LG