د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایل په بیت المقدس کې نور کورونه جوړوي


د امنیت شورا دغلته د نویو کورونو جوړول بند کړي وو
د امنیت شورا دغلته د نویو کورونو جوړول بند کړي وو

د امریکا د نوي ولسمشر دونالډ ټرمپ د کار په دویمه ورځ د بیت المقدس ښاروال اعلان وکړ چې د بیت المقدس ختیځه برخه کې به ۵۶۶ نوې ودانۍ جوړوي.

د دغو کورونو د جوړولو طرحه د ولسمشر بارک اوباما د دورې په وروستیو میاشتو کې ځنډول شوې وه. معلومه نه ده چې د دغو نویو کورونو جوړول کله پیل کیږي.

د اسوشیټډپرس د راپور له مخې د بیت المقدس ښاروال، نیر برکات، هیله ښودلې چې " له اوباما سره تر اته کلنې ستونزې وروسته" به د " ټرمپ په مشرۍ اسرایل وکولی شي" د ځایي یهودیانو او عربانو لپاره بیت المقدس پراخ کړي.

د فلسطین د خپلواکې ادارې د مشر محمود عباس ویاند، نبيل ابو ردینه، د اسرایلو دا کار غندلی او د امنیت شورا د وروستۍ پرېکړې له مخې، چې دغلته یې د نویو کورونو جوړول بند کړي، له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې اړه اقدام وکړي.

د اسرایلو حکومت د ولسمشر اوباما له ادارې سره څو وارې پر دغې مسئلې جنجالونه وکړل. اوس داسې ښکاري چې اسرایل به د ښاغلي ټرمپ له ادارې څخه ډېرې هیلې او تمې ولري.

ښاغلي ټرمپ وار د مخه په اسرایلو کې داسې یو کس د امریکا سفیر ټاکلی چې له اسرایلو سره ښې او نژدې اړیکې لري. د ولسمشر ټرمپ له مالي اسنادو هم ښکاري چې هغه د یهودیانو په یو ښارګوټي کې د یو ښوونځي د ودانولو لپاره پېسې ورکړې دي.

د نړۍ ډېر هېوادونه د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د اسرایلو له لوري د نویو ودانیو جوړول ناقانونه او د دواړه خواو ترمنځ د سولې په خبرو کې لوی خنډ بولي.

فلسطینيان وايي بیت المقدس به د فلسطين پلازمېنه وي. خو اسرایل دعوه کوي چې له څو پېړیو راهېسې په لویدیځه او ختیځه غاړو کې مېشت دي او دغلته د نویو کورونو جوړول باید د دواړو خواو ترمنځ د سولې د خبرو خنډ نشي.

XS
SM
MD
LG