د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د اسرایل او فلسطین ترمنځ خبرې به ځای ونیسي


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د جمعې په ورځ د فلسطین د جمهور ریْس محمود عباس سره په رمالا کې وکتل
د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د جمعې په ورځ د فلسطین د جمهور ریْس محمود عباس سره په رمالا کې وکتل
یو ورځ وروسته له هغه نه چې اسرایل او فلسطین هوکړه وکړه چې د سولې مزاکرات به پیل کړي، د اسرایلو د مالیې وزیر یوال ستینتز د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فلسطین یو شمیر محدود بندیان به آزاد کړي. ښاغلي ستینز نور جزیات ورنکړل نه یې د بندیانو هویت په ډاګه کړ.

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د جمعې په ورځ په عمان کې وروسته له هغه نه چې په رمالا کې یې د فلسطین د جمهور ریْس محمود عباس سره وکتل، اعلان وکړ چې اسرایل او فلسطین بنیادي ګامونه پورته کړي دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شي.،، زه په خوشحالۍ سره دا اعلانوم چې مونږ موافقې ته رسیدلي یوو چې په لړ کې یې د اسرایل او فلسطین ترمنځ د مستقیموخبرو دپاره زمینه مساعده شوې او دا د پرمختګ پر لورې یو ستر ګام دی.،،

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر اوباما د پنجشنبې په ورځ د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نیتانیاهو ته زنګ ووهی او د هغه څخه یې وغوښتل چې د کیري سره دي کار وکړي چې د فلسطینیانو سره مزاکرات ژر تر ژره پيل سي.


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري په عمان کې د مزاکراتو د پیل د اعلان په موده کې دواړې خواووې وستایلې چې د خبرو د پیل په برخه کې یې همکارۍ کړي دي ترڅو دغه پر ټپه ولاړې خبرې بیرته پیل شي.،،دواړو مشرانو یو لړ ستونزمنې پریکړې وکړې او دواړو اوسني موقف ته د رارسیدو په موخه زیات زیار وایستی. مونږ به نن ماښام دلته نه وای ولاړ که چیرې د دوي هڅې نه وای.،،

د اسرایل او فلسطین د خبرو د پیل هیلې

د اسرایل او فلسطین ترمنځ د سولې د خبرو پیل هیلې زېږولي دي چې ګوندي دغه خبرې یو ځای ته ورسېږي او دواړې خواووې د یوه دایمي حل لارې پر لورې حرکت وکړي. ایتو اویرام یو اسرایلی دی. هغه وايي چې تل د سولې د خبرو طرفداره و.،، زه د سولې د خبرو د پیل ډير زیات طرفداره یم او ما تل مزاکراتو ته ترجیح ورکوله. زه په دې باور یم چې مونږ باید دا زده کړو چې د فلسطینیانو سره څنګه ژوند وکړو. زه په دې باور یم چې مونږ د یوې خاورې یوو او مونږ باید سره جلا شو.،،

دواړې خواووې اوس هم خپل شرایط لري چې د کارپوهانو په نظر دغه شرایط کولای شي چې بیا د دې سبب شي چې بیرته ښکیلې خواووې د خبرو څخه پر شا سي. فلسطینیان غواړي چې د خبرو د مخه دي اسرایل د راتلونکي مستقل فلسطین د سرحداتو تظمین ورکړي. اسرایل بیا غواړي چې په بېړې باندي خبرې پیل کړي خو دا نه مني چې په پیل کې دي فلسطیني اړخ ته امتیازات ورکړل شي.


آیا محمود عباس د فلسطین استاځیتوب کوي؟

که چیرې د سولې خبرې پیل هم شي د فلسطین جمهور ریْس محمود عباس به د مخالفتونو سره مخ وي. د هغه سیالې اسلامي ډلې حماس چې د غزې پر تړانګې باندي حکومت کوي پر ښاغلي عباس غږ یې کړی چې مزاکرات دي نه پیلوي.

ددغه ډلې ویاند سمیع ابو زهري د کیري اعلان چې د فلسطین او اسرایلو ترمنځ مزاکرات بیا پيل کېږي، رد کړ او د فلسطین د ادارې پریکړه یې چې په خبرو کې ګډون وکړي د فلسطین د ولس د غوښتنه خلاف وګڼله،، محمود عباس د دې مشروعیت نلري چې د فلسطین د ولس په اسناځیتوب د دغه راز سرنوشت سازو مسایلو په هکله خبرې وکړي.،،

ټاکل شوې چې د دواړو خواوو مشران به په څو اونیوو کې واشنګټن ته سفروکړي. د ویلو وړ ده چې د روان کال د پیل راهیسې چې ښاغلي کیري د امریکا د باندنیو چارو د وزارت مسولیت په غاړه اخیستی دی، مینځني ختیځ ته یې دا شپږم سفر دی چې کوي يې. ټاکل شوې وه چې هغه د جمعې په ورځ بیرته واشنګټن ته ستون سي خو خپل سفر یې هغه مهال تمدید کړ چې د ښکیلو خواوو ترمنځ مزاکراتو د پیل امکان احساس سو.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG