د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایلو د ۱۰۴ فلسطینیانو د آزادیدو پریکړه کړې


د اسرائیلو کابنیې د یکشنبې په ورځ د ١٠۴فلسطیني بندیانو د خوشي کولو پریکړه کړیده. د اسرایلو چارواکو ویلي دي چې دې سره به د اسرایلو او فلسطینانو د خبرو بهیر چې له پنځو کلونو راهیسې په ټپه ولاړ دی فعال شي.

د فلسطیني بندیانو د خوشي کولو دا اقدام په اصل کې د امریکا په مشوره شویدی چې هدف یې دواړه اسرائیل او فلسطینان خبرو ته چمتوکول دي. د دویم قدم به توګه به اسرایلي او فلسطینی مرکچیان د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې سره وګوري او له هغې نه وروسته به د نهو میاشتو دپاره د سولې د تړون په اړه د خبرو لړۍ دوام ومومي.

د اسرائیلو کابینې د اوو په مقابل کې په دیارلسو رايو د فلسطیني بندیانو د خوشي کولو فیصله تصویب کړیده. د فلسطینیانو ستر مرکچي د اسرائیلو د دې فیصلې هرکلی کړیدی.

تردې مخکې د یکشنبې په ورځ داسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو دخپل ا ئیتلاف شکمن انډیوالان دیته وهڅول چې د فلسطین زندانیان خوشې کړي.

دا د امریکا دهغو هڅو یوه برخه ده چې دسولې دخبرو د بیا راژوندي کولو لپاره یې کوي او دغه معامله "سخته فیصله " بولي چې پکارده د هېواد د ښه والي لپاره وشي.

بنېامېن نتانېاهو د یکشنبی په ورځ دا خبرې په خپله کابینه کې وکړلې او هغوي ېې دېته وهڅول چې د زندانیانو د خوشې کولو په برخه کې رایې ورکړي.

ددې په وړاندې په سوونو اسرائیلیانو چې خپلوان او عزیزان یې د فلسطینیانو په برېدونو کې وژل شوي وو، دحکومت ددغه اقدام په برخه کې له ودانۍ نه بهر مظآهرې وکړلې. دمظاهرو مخکښي دنتانیاهو د پارلماني اېتلاف د یوه ګوند دمشر له خوانه کېدله . رپوټ زیاتوي دا دریم قوي ګوند ګڼل کېږي چې په پارلمان کې ېې له نتانیاهو سره ایتلاف کړیدی.

د فلسطیني بندیانو له خوشې کېدو سره سره به دکابینې غړي په دې هم راېې ورکړي چې له فلسطېنېانو سره مذاکرات پیل شي او یو داسې هیئت به وټاکل شي چې ددغو مذاکراتو څارنه وکړي. له بلې خوانه یوه داسې لایحه منظور شویده چې که له فلسطینیانو سره د بیلتون هرډول معامله کېږي نوپه هغې باندې به په ملی کچه ولسپوښتنه وشي.
XS
SM
MD
LG