د لاس رسي وړ اتصالات

جان کېري: د عبادت کوونکو وژنه ترورزم دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د یهودیانو په کنیسه کې برید سخت وغندلو او د فلسطین له حکومت څخه یې وغوښتل چې باید ډیر ژر د اسرائیلو پر ضد د تاوتریخوالي د کمولو په لور گامونه واخلي.

جان کري وویل "هغه خلک چې د خدای د عبادت د پاره سینگاگ ته چی ېوه پناگاه ده، تللی و، ، په دې مقدس ځای کې د دې خلکو وهل، ځپل او وژل، ترورزم دی، وحشت دی او قتل دی. زه د فلسطینیانو په مشرتابه غږ کوم چې دغه جنایت په کلکو الفاظو وغندي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هامونډ روان جنجال د دواړو لوریو د پاره خطرناک وبللو او مسلمانان او یهودان یې خبرو اترو ته وهڅول.

ښاغلي هامونډ وویل "ددې شخړې دواړه لوري باید د وضعې د نورمالولو په لور گامونه واخلي. هغه تشنج را ټیټ کړي چې په تیرو څو اونیو کې په بیت المقدس کې روان دی.

د اسرائیلو د پولیس ویاند وایي د ختیځ بیت المقدس اوسیدونکې دوه فلسطینیان د چاقوگانو او تبرونو سره سینگاگ ته ور ننوتل او په بې گناه عبادت کوونکیو ېې برید وکړ. څلور اسرائیلیان یې ووژل. پولیس صحنې ته ورغلل او برید کوونکې یې ووژل.

د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویاند مارک راگیو دغه بریدکوونکې او په عراق او سوریه کې د خلکو سرونه غوڅوونکې یو ډول سخت دریځې وبلل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د محمود عباس په مشرۍ د فلسطینیانو له حکومت څخه پوښتنه وکړي.

هغه وویل "نن ددې اړتیا ده چې نړیواله ټولنه پرته له ځنډه د فلسطینیانو اداره وغندي چې د تشدد د کلتور په خپرولو کې د اسلامي سخت دریځو سره سیالي کوي.

خو د حماس ویاند سمیع ابو زهري برید کوونکې وستایل او دغه عمل یې د یو فلسطیني یوسف الرامون او په الاقصی کې د اسرائیل د عملونو په وړاندې طبیعي عکس العمل وبللو. او زهري زیاته کړه "حماس دغه برید تائیدوي چې د اسرائیلو د وژنو په وړاندې او دهغوی د مکررو جرایمو په وړاندې چې په الاقصی کې ېې کوی، ېو عادی عکس العمل دی. ددې تشنج لامل د اسرائیل قبضه ده او د الاقصی بې حرمتي کوي.

په اسرائیلو کې دغه وروستی متشنج او له خونړیو پیښو ډک وضعیت څو اونیو وړاندې له هغه وروسته پیل شو چې په بیت المقدس کې د یهودانو او د مسلمانانو په گډ مذهبي ځای حرم شریف کې جنجال رامینځته شوی و.

XS
SM
MD
LG