د لاس رسي وړ اتصالات

مدني خوځښت د اسرائیلو ستر سرخوږی شوې


په دې خوځښت کې د محصلینو فعالین، د کلیساه ډلې او حتی آزاد فکره امریکایي یهودان شامل دي.
په دې خوځښت کې د محصلینو فعالین، د کلیساه ډلې او حتی آزاد فکره امریکایي یهودان شامل دي.

لس کاله وړاندې د یوې کوچنۍ فلسطیني ډلې فعالینو چې د نژادي توپیر ضد خوځښت نه یې الهام اخیستی و، د اسرائیل په وړاندې یې د نړیوال تحریم غږ پورته کړ. دا د یو داسې سوله ییز غورځنگ غږ و چې هدف یې د فلسطینیانو د خپلواکۍ مبارزه ته وده ورکول وو.

دا خوځښت چې له اوږدې مودې راهیسې څنډې ته شوی و، اوس داسې بریښي چې بیا یې زور اخیستی دی، دومره قوت چې اسرائیل یې ځان ته د فلسطیني خپلکواکۍ غوښتونکو ډلو او د ایران د اتومي پروگرام په څیر د یو ستراتیژیک گواښ په توگه گڼي.

په داسې حال کې چې اسرائیل وایي دا غورځنگ د یهودي ضد مفکورې نه سرچینه اخلي، ددې غورځنگ غیر متمرکز جوړښت او د هغې ژبه چې نړیوالو بشري حقونو غوښتنه کوي، دا ثابته کړې ده چې د هغه سره مقابله مشکله ده. ددې نهضت وروستیو بریاو اسرائیلي مشران وارخطا کړي دي.

ددې غورځنگ یو بنسټ ایښوونکی سید عمر برغوتي وایي " مونږ د خپل لس کلن ستراتیژیک، اخلاقي او د خورا موثر خوځښت د کمپاین د حاصل په اخیستلو پیل کړی دی."

هغه زیاتوي چې " دې خوځښت په ټوله نړۍ کې د خلکو زړونه او فکرونه راجذب کړي دي، سره له دې چې د متحده ایالاتو او اروپا په حکومتونو کې اوس هم د اسرائیل د برترۍ پلوي زیاته ده."

دا خوځښت چې د بي ډي اس په نامه یادیږي د اسرائیل پر ضد د مقاطعې، بې بهرې کولو او بندیزونو غږ کوي، په کال ٢٠٠٥ کې د فلسطین د مدني ټولنې د ١٧٠ غړو له خوا د یوې مفکورې په توگه رامنځ ته شو او ډیر ژر یې په ټوله نړۍ کې د هنرمندانو او علمي بنسټونو د زرگونو رضاکارانو د یوې شبکې په توگه وده وکړه چې له اسرائیل سره اړیکې وشلوي.

ددې نهضت په غړو کې د محصلینو فعالین، د کلیساه ډلې او حتی آزاد فکره امریکایي یهودان شامل دي چې د اسرائیل له پالیسیو نه مایوسه دي.

د اسرائیل لپاره د ډیرې اندیښنې وړ خبره د لویدیځې غاړې د یهودي میشت ځایونو د تولیداتو په وړاندې د یو شمیر ډلو جدي دریځ دی چې اروپایي حکومتونو ورته هرکلی ویلی دی. که څه هم چې اروپایي ټولنه وایي د اسرائیل د بایکاټ کولو پر ضد دي، خو د اشغالي سیمو د تولیداتو په نښه کولو لپاره د لارښونو په لټه کې دي. دې کار په اسرائیل کې زیات شمیر کسان اندیښمن کړي چې کیدای شي دا پر دې تولیداتو باندې د بشپړه بندیز یو پیل وي.

دا فلسطیني خوځښت درې هدفونه لري: د منځني ختیځ د ١٩٦٧ کال په جگړه کې د اسرائیل له لورې د نیول شویو سیمو ازادیدل، د اسرائیلي عربانو په وړاندې د توپیري سیاست پای ته رسیدل، او د فلسطیني مهاجرو د حقونو غوښتنل چې په ١٩۴٨ کال کې د اسرائیل د رامنځ ته کیدو په جگړه کې د کورنیو له لاسه تللي جایدادونه بیرته هغوی ته ورکړل شي.

د اسرائیل لپاره دغه وروستۍ غوښتنه د هغه د موجودیت لپاره د نابودۍ له غږ سره برابره ده. اسرائیل فلسطینیانو ته د "بیرته حق ورکولو" سره مخالف دي.

خو ددې خوځښت یو بنسټ ایښوونکی عمر برغوتي چې په متحده ایالتو کې د انجینرۍ تحصیل کړی او د تل ابیب له پوهنتون څخه فارغ شوی، وایي چې ددې شخړې د سیاسي په اړ "دا غورځنگ په بشپړه توگه بې پری دی".

اسرائیل دا نهضت د یهودانو د نابودلو وروستۍ هڅه گڼي. د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو په دې وروستیو کې ویلي وو چې "مونږ د اسرائیلي دولت پر ضد د یوې سترې مبارزې په منځ کې گیر یو، چې هدف یې زمونږ بدنامول دي" او زیاتوي چې "دا زمونږ په اعمالو پورې نه بلکې زمونږ د موجودیت په اړه دی."

د کمپاین سره ملگرتیا

د بي ډي اس په نامه دغه خوځښت په غربي غاړه کې د یوې ملي کمیټې له خوا رهبري کیږي چې په ټوله نړۍ کې استازي لري.

په دې وروستیو کې دې خوځښت وکړای شول چې د امریکایي او برتانوي پوهانو یو شمیر اتحادیې تحریم ته وهڅوي او د امریکایي پوهنتونونو انگړونو ته لاره ومومي.

د هنرمندانو په ډله کې راجر واټر، ایلویس کستالو او لورن هیل په اسرائیل کې له کنسرت ورکولو نه ډډه وکړه. دا نهضت همداشان ادعا کوي چې یو شمیر سترې کمپنۍ یې په اسرائیل کې له فعالیت کولو څخه ډډې کولو او یا د فعالیت د بڼې بدلولو ته هڅولې دي چې په هغو کې د سوډا ستریم، د فرانسې د یوولیا ساختماني او د جي ۴ اس نړیواله امنیتي کمپنۍ شاملې دي.

تیره میاشت د برتانیې د محصلینو اتحادیې ددې خوځښت سره پیوستون وکړ. تیره اونۍ د یوناتید چرچ اف کریست کلیساگانو لوړپوړي مقننه مقام پریکړه وکړه چې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د فعالو کمپنیو سره پریکون وکړي. تیرکال ورته کار د امریکا د متحده ایالاتو د پریسبیترین کلیساه هم کړی و. د امریکا د اپیسکوپال او مینونیتي کلیساه گانو هم په دې وروستیو کې د تحریم په وړاندیز باندې غور کړی دی.

خو ښایي تر ټولو ستر گزار به د اورنج په نامه د فرانسې د موبائیل تلیفون د سترې کمپنۍ د اجرائیه رئیس د تیرې میاشتې اعلان وي چې د اسرائیلي مخابراتي کمپنۍ سره یې خپل شراکت پای ته رساوه. که څه هم چې د دې کمپنۍ رئیس ستفن ریچرد وروسته اسرائیل ته د بخښنې غوښتلو په مقصد سفر وکړ، او اورنج او شریک یې د خپل منځي معاملې د بیرته پیلولو اعلان وکړ.

د فلسطیني سوله ییز خوځښت ضد فعالیتونه

د بایکاټ مفکوره په اسرائیل کې خورا حساسه ده. په ١٩٣٠ لسیزه کې د جرمني نازیانو په ټول هیواد کې د یهودي سوداگرو او هنرمندانو په وړاندې بایکاټ وکړ چې په جرمني کې د هلوکاست له پیښو دمخه اکثرا دغه کار د یهودانو پر ضد د تاوتریخوالي او غندنې سره جوخت و.

لنډه دا چې تیره میاشت یهودي میلیاردرانو شیلدن ادلسن او هایم سابان د امریکا د لاس ویگاس په ښار کې د فلسطین د سوله ییز خوځښت پر ضد د پیسو ټولولو یو کمپاین وکړ چې د هغه په وړاندې د امریکا په پوهنتونونو کې مبارزه وکړي.

د اسرائیل د عدلیې وزیرې خپل وزارت ته دنده ورکړې چې د دې خوځښت پر ضد قانوني اقدامات وکړي. په همدې اونۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو د دموکرات گوند کاندیدې هیلري کلنتن وویل چې ددې فلسطیني غورځنگ پر ضد ده.

د واشنگټن ډي سي د نژدې ختیځ د پالیسۍ د مرکز لوړپوړی کارپوه او د جان کیري د سولې د ټیم غړی دیوید مکوفسکي وایي اسرائیل باید د فلسطیني هیواد د جوړیدو لپاره جدي اقدام وکړي چې دغه فلسطیني خوځښت کمزوری شي.

XS
SM
MD
LG