د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل موقتي اوربند که پوځي ماموریت


د اوربند تر پیلیدو وړاندې، نن اسرائیلو خپل ټانکونه د غزې په پوله ځای په ځای کړل. حماس د اسرائیلو لخوا د اوربند په اعلان شک درلود او د غزې اوسیدونکو ته یې وویل چې احتیاط وکړي.

اسرائیل وایي اوربند ددې لپاره کوي چې فلسطینیانو ته بشري مرستې ورسیږي او هم هغه خلک بیرته خپلو کورنو ته راستانه شي چې د جگړې له امله بې کوره شوي دي.

خو د اوربند تر اعلان وړاندې، د غزې د رفح په ښار کې د اسرائیلو په بمبارۍ کې لس ملکي کسان ووژل شول. دغو کسانو د ملگرو ملتونو په یوه ښوونځي کې پناه اخیستي وه.

د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو ویاند ډگرمن پیټر لرنر ددې وضاحت داسي کوي، "زه دا واضح کوم چې اسرائیل، ملگري ملتونه نه په نښه کوي. موږ د ښوونځي په خوا کې، په موټرسایکل سپاره دوه ترورستان په نښه کړل. ډیر تیز روان وو، موږ وویشتل، او اوس مو د برید په ځای کې پلټنې کوو. زه دا تائیدوم چې موږ خپل هدف له منځه یووړ.

عیني شاهدان وایي دغه برید هغه مهال وشو چې په ښوونځي کې پناه اخیستونکې کسان د ډوډی د پاره په کتارکې ولاړ ول او زیاتوي چې له برید څخه وروسته د پېښې ځای وحشتناک وځکه څو ماشومان په وېنو کې لت پت پراته وو.

د غزې د تړانگې د مرگ ژوبلې وروستنۍ شمیره
د غزې د تړانگې د مرگ ژوبلې وروستنۍ شمیره

د ملگرو ملتونو د خیریه مرستو د ادارې ویاند کریس گنیز وایي چې دا تناسب باید په پام کې ونیول چې د یو تن وژل د ملکي خلکو د وژلو د خطر په قبلولو ارزي؟ هغه وایي، "ددې ثبوت نشته چې په ښوونځي کې وسله وال وو، ددې شواهد نشته چې وسله والو له ښوونځي څخه دراکټونو ډزې کولې. نړیوال قانون دا دی چې باید د وسله والو او بې وسلو کسانو ترمنځ توپېر وشي."

په لسو ورځو کې دا دریم ځل دی چې د ملگرو ملتونو په یو ښوونځی باید برید وشو او د نړیوالو ارگانونو لخوا د اسرائیلو دغه عمل سخت وغندل شو. دملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون دغه کار یو جرم وبللو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جن ساکې هم دغه برید خواشینوونکې عمل وبللو.

اسرائیل وایي په غزه کې د حماس د تونلونو او په اسرائیلو باندې د راکټونو د ویشتلو د وړتیا ختمولو ته نژدې شوي دي. په دې توگه دوی د اوسني ماموریت پای ته رسیدو ته هم نژدې شوي دي. دوی زیاته وي چې ځواکونه به یې په پوله پاته شي او د امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره به د تیار سي په حالت کې وي.

خیریه کارکوونکې وایي په غزه کې اتلس سوه فلسطینیان وژل شوي دي چې اکثریت یې ملکیان دي. اسرائیل وایي چې د دوی ٦۴ عسکر او دری ملکیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG