د لاس رسي وړ اتصالات

عربي ټولنه: ختیځ بیت المقدس دې د فلسطین پلازمېنه شي


بیت المقدس د اسراییل او فلسطینانو ترمنځ د روان کړکیج یوه تر ټولو حساسه مسله ده.
بیت المقدس د اسراییل او فلسطینانو ترمنځ د روان کړکیج یوه تر ټولو حساسه مسله ده.

د عرب لیگ د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ (ډیسمبر ١٠) د غونډې په پای کې په خپله اعلامیه کې په نړۍ غږ کړی چې فلسطين دې د يوه خپلواکه هیواد په توگه وپیژندل شي او د بېت المقدس ختیځه برخه يې پلازمينه ومني.

دغه سازمان د غړو هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې د بیت المقدس د مسئلې په اړه بیړنۍ غونډه جوړه کړي چې احتمالاً دغه غونډه به اردن کې جوړه شي.

د عرب لیگ د بهرنیو چارو د وزیرانو په پریکړه لیک کې چې په قاهره کې د بیړنې غونډې په پای کې صادر شوی ویل شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو دغه پلان له نړیوال قانون څخه جدي سرغړونه ده او یو خطرناک پرمختګ دی.

د ولسمشر ټرمپ تر اعلان وروسته چې بیت المقدس یې د اسراییل د پلازمینه په توگه په رسمیت وپیژندو په افغانستان، پاکستان، ایران، کشمیر، اندونیزیا، اردن، فلسطین او ځېنو نورو هېوادونو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

د فلسطيني اداره مشر محمود عباس پر فلسطینانو غږ کړی چې د یکشنبې پر ورځ هم خپلو مظاهرو او احتجاج ته دوام ورکړي.

د ډېسمبر له اوومې نیټې راهیسې په غربي څنډه او د غزې په تړانګه کې هم مظاهرې روان دي.

د فلسطيني اداره مشر محمود عباس پر فلسطینانو غږ کړی چې خپلو مظاهرو او احتجاج ته دوام ورکړي.
د فلسطيني اداره مشر محمود عباس پر فلسطینانو غږ کړی چې خپلو مظاهرو او احتجاج ته دوام ورکړي.

بل خوا د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د بیت المقدس په اړه د امریکا د جمهور رئیس د وروستۍ پریکړې په اړه په غبرګون کې ویلي چې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره به ونه ګوري.

ټاکل شوې چې مایک پېنس به ډیر ژر منځني ختیځ ته سفر وکړي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د شنبې په ورځ بروکسل ته له سفر مخکې اروپایي چارواکي په نفاق تورن کړ چې د ولسمشر ترمپ هغه پریکړه غندلې چې بیت المقدس یې د اسرایلو د پلازمینه په توگه په رسیمت پیژندو.

فرانسې او نورو مهمو اروپایي هیوادونو د ولسمشر ترمپ له خوا د بیت المقدس په اړه اعلان غندلی چې د عربي هیوادونو او اسلامي نړۍ غوسه یې لا زیاته کړې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن یکشنبې وویل چې په منځني ختیځ کې د امریکا او اسراییل له خوا دسیسه به ماته شي.

ښاغلي روحاني زیاته کړه "امریکا به خپلې دسیسې کې کامیابه نشي. ضیهونیزم به په دې دسیسې کې کامیابه نشي. اسلامي هیوادونه به انشالله یوه ورځ بیت القمدس چې د مسلمانانو لومړی قبله وه، ازاده کړي."

روحاني همدارنگه وویل چې هیواد به یې په دوو شرطونو د سعودي عربستان سره له سره اړیکې ورغوي.

ښاغلي روحاني له عربستان څخه د د ضهیونزم سره د نا سمې دوستۍ د شلولو او په یمن باندې د بمبارد د بندیدو غوښتنه کړې ده.

"مونږ له سعودي عربستان څخه د دوو مسلو د بندیدو غوښتنه کوو؛ د ضهیونیزم سره ناسمه دوستي وشلوي او په یمن کې غیر انساني بمبارد بند کړي. مونږ له سعودي عربستان سره ستونزه نلرو او کولی شو ښې اړیکې ولرو."

سعودي عربستان چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو یو مهم عربي متحد دی، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه یې چې بیت‌المقدس‌یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند غیر مسؤلانه او د نه‌ منلو وړ بللې ده او له واشنګټن څخه ‌یې غوښتي چې دا بریکړه بېرته واخلي.

XS
SM
MD
LG