د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ مخامخ خبرې اوس هم بې نتیجې پاتې دي


له ښي خوا د اسرائیلو صدر اعظم نیتن یاهو او د امریکا خاص استازی جورج میچل
له ښي خوا د اسرائیلو صدر اعظم نیتن یاهو او د امریکا خاص استازی جورج میچل

د اسرائیلو او فلسطین مشرانود امریکایي آساځي جورج میچل سره جلا جلا خبري ختمي کړې او په هغو کي د اسرائیلو له خوا ناقلو یهودانو ته د کورونو د جوړولو د بندولو د مهمي مسالې په باب کومه ښکاره فیصله ونه شوه.

ټاکل سوې ( میچل ) ددواړو خواو د مشرانو سره د خبرو نه وروسته په قطر، مصر او اردن کي د عرب مشرانو سره وګوري. بله هفته به د عربي ټولني د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه ډیره مهمه غونډه هم وشي.

فلسطیني چارواکي وایی چی جمهوررئیس محمود عباس به تر هغو د اسرائیلو د صدراعظم سره مستقیمي خبري ونه کړی چی په لویدیځه غاړه کي د ناقلو یهودانو د پاره د کورونو د جوړولو مساله حل سوې نه وي. د فلسطینیانو لوی مرکچي ( صایب عریقات ) وویل چی فلسطینیان هیله لری اسرائیل به سوله غوره کړي، نه د کورونو جوړول.

هغه دا تبصره پرون د جمعې په ورځ وروسته له هغه وکړه چی ښاغلي عباس د امریکا د آستاځي جیورج میچل سره وکتل. ښاغلي عباس مخکي ویلي و چی دی به وروسته له هغه چی بله هفته د عربي ټولني د مهمو مشرانو سره وګوري، دا فیصله وکړي چی خبرو ته دوام ورکړي او که د هغو نه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG