د لاس رسي وړ اتصالات

د تشدد په تازه پېښو کې درې نور فلسطینیان ووژل شول


په وروستي تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۴۰ فلسطینیان او اووه اسرایلیان وژل شوي دي.
په وروستي تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۴۰ فلسطینیان او اووه اسرایلیان وژل شوي دي.

اسرایلي چارواکي وايي د اسرایلیانو او فلسطینانو ترمنځ د تشد په ننیو پېښو کې درې نور فلسطینان هم ووژل شول. اسرایل وايي دغو فلسطینیانو په جلا جلا ځایونو کې پر اسرایلیانو د بریدونو په هڅو کې وژل شوي دي.

لومړنۍ حمله د لویدیځې غاړې د هیبرون په ښار کې وشوه، یو اتلس کلن فلسطیني هڅه وکړه چې د ناقلو یهودانو په سیمه کې یو اسرایلي په چاقو ووهي چې اسرایلي پولیسو پرې ډزې وکړې، ژوبل شو او بیا وروسته مړ شو.

د اسرایلو مامورین وايي په دویم برید کې یو شپاړس کلن فلسطیني په ختیځ بیت المقدس کې د تالاشۍ په یوې پوستې کې د پولیسو په یو چارواکي د چاقو د حملې پر مهال، په ډزو ووژول شو.

اسرایلي پولیس وايي یوه بله ښځه د هیبررون ښار ته نژدې ځکه وویشتل شوه او ووژل شوه چې یوه سرحدي پولیسه یې په چاقو وهلې او وژلې وه.

د دواړو خواو ترمنځ په وروستي تشدد کې اوه اسرایلیان او لږ تر لږه ۴۰ فلسطینان وژل شوي دي. جمهوررېس براک اوباما دا حملې غندلي دي.
هغه وویل "مونږه په بې گناه خلکو باندې دا حملې کیږي غندو؛ اسرایل حق لري چې نظم او امن وساتي او خپل خلک په لارو کوڅو کی د بریدونو او چاقوگانو له حملو وژغوري. "

ټاکل شوې چې ولسمشر اوباما راتلونکې هفته کې خپل د خارجه وزیرجان کیري واستوي چې د اسرایلو د صدراعظم بینیامن نتنیاهو سره په روان حالت باندې خبرې وکړي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ په همدې اړه د خبرو دپاره عاجله غونده وکړه.

ریاض منصور چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني دولت دایمي څارونکی دی، وویل " محترم ریسه ، مونږه نن راغلي یو چې له تاسو وغواړو چې د بې دفاع فلسطینیانو په حق کې د دغه ظلم د ختمولو دپاره ژر تر ژره مداخله وکړﺉ."

د اسرایلو د سفیر معاون ډیوید رویت بیا وویل" اجازه راکړﺉ چې سپینه یې ووایم، اسرایل به هیڅ وخت د الاقصی په جومات بین المللي حضور و نه مني ، ځکه چې دغه اوسنی حآلت به بدلیږي."

تېر کال هم د دواړو خواو ترمنځ په تاوتریخوالي کې سلګونه فلسطینیانو او اسرایل ووژل شول او ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG